ټولنیزه برخه

وروستۍ زمانه او د علماوو مسؤليت

عبدالرحمن سعيد

ټول پوهېږو چې قيامت ته ډېرې لږ شپې ورځې پاتې دي، له هرې خوا بې شمېره فتنې را اوري، ښه خلک په کمېدو او بد په زياتېدو دي او په دغه وروستۍ زمانه کې دين د سکروټې مثال لري، که ټينګه يې نيسې، لاس درسوزوي او که (نعوذ بالله) پرېږدې يې، نو د دين پرېښودل خو سړی ابدي جهنم ته بيايي. خدای مو دې ترې وساتي.
نو معلومه شوه چې که د دين ساتل او په اسلام عمل کول، هر څومره سخت هم وي، بايد ملا ورته وتړو، که نه خدای مه کړه؛ جهنم به مو ابدي ځای وي.

دا هم معلومه ده چې په دغه وروستۍ زمانه کې الله تعالی ته تر ټولو نژدې او له هغه څخه زيات وېرېدونکي خلک؛ علماء کرام دي. همدغه شان د علماء کرامو مسؤليت هم تر بل هر چا زيات دی.
په دغسې حالاتو کې چې ورځ تر بلې خلک له دينه لرې کيږي او هره ورځ په زرګونو نوې فتنې راپيدا کيږي، علماء دروند مسؤليت لري چې په دغو حساسو شرايطو کې د خپل دين کلکه دفاع وکړي، خلک وپوهوي او د وروستي سپاهي په توګه تر خپله وسه د اسلام کلمه لوړه وساتي.
د اسلام د ژوندي ساتلو او د الله تعالی پر ځمکه د هغه د احکامو تطبيقولو لپاره علماؤ ته ضرورت دی. معنی دا چې د دين د رسالت مسؤليت د علماؤ په غاړه دی.

همدا علماء دي چې خلکو ته د الله تعالی احکام رسوي، د کفارو په دسيسو يې پوهوي او د اسلام نوم ژوندی ساتي. آخره زمانه ده، تر دې وروسته نور انبياء نه راځي، بلکې همدا علماء کرام د انبياؤ وارثان او خليفه ګان دي. خدای مه کړه، که علماء ختم شول، دين به هم ورسره ختميږي.

نو د دې لپاره لازمه ده چې خپل اولادونه وروزو، د اسلام په صحيح معنا او مفهوم يې وپوهوو، مدرسو ته يې ولېږو او علماء ترې جوړ کړو.
هر عالم چې خپله يې په اصطلاح لويه دوره کړې وي، حتماً بايد خپل ټول اولادونه، يا حد اقل سم نيمايي خو بايد چې د الله تعالی د دين لپاره وقف کړي.

تاسې فکر وکړئ، که علماء په خپلو اولادونو ديني درس ونه وايي، مدرسو ته يې ونه ليږي او دين سپاهيان ترې جوړ نه کړي، نور به نو څوک دا کار وکړي؟!

ايا هغه علماء کرام چې په خپلو اولادونو ديني درسونه نه وايي، له دې نه ويريږي، چې که خدای تعالی د قيامت په ورځ پوښتنه ترې وکړي، چې څو اولادونه دې زما دين ته وقف کړي وو؟!!!
بيا به دوی څه ځواب ولري؟!

له بده مرغه ډېر داسې علماء مې ليدلي چې خپله يې ښه درسونه ويلي، خو اولادونه يې يا ټول دنيايي ګټو او تجارت ته ليږلي او يا صرف عصري زده کړې پرې کوي، تر څو سبا ډاکتر، انجنير او مأمور شي او ښې پيسې ورته وګټي.

دا سمه ده چې عصري زده کړې هم د نن وخت يو فرض او ضرورت دی، مګر په دې هم پوهيږو چې د عصري زده کړو برخه چندان نيګړې نه ده. يعنې هر څوک پر خپلو زامنو عصري زدکړې کوي، ډاکتران، اينجينران او نور ښه ډېر دي. خو په دغه زمانه کې علماء ډېر کم دي، د علماؤ برخه ډېره نيمګړې ده.

عصري زدکړو ته هر څوک خپل زامن ليږي، هغه کې څه کمی نشته، علماء کرام بايد پر خپلو زامنو ديني درسونه ووايي او د الله تعالی دين ته يې وقف کړي.

که نه، د علماؤ دغه چلند دا معنی لري، چې دوی پر خپله برخه (نبوي وراثت) ډېر پښېمان او خفه دي. که دوی ته دغه ستر مقام کوم حيثت درلودی، نو ولې پر خپلو زامنو ديني درس نه وايي؟!

نو ای علماء کرامو او دينداره وګړيو!

خپل ځانونه او اولادونه د الله تعالی دين ته وقف کړئ، هغه ستر مقام تر لاسه کړئ چې الله تعالی يې په بدل کې تاسې سره د جنت وعده کړې ده. هغه علم حاصل کړئ، چې طالبانو ته يې ملائکې خپل وزرونه غوړوي. له انبياء عليم السلام څخه مال او جايداد په ميراث نه دی پاتې، بلکې له هغوی څخه علم پاتې دی، نو هر چا چې دغه علم زده او نورو ته ورساؤ، هغه د انبياء عليهم السلام وارث دی. ځکه چې الله تعالی په ديني علم کې خير ايښی او چا ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي، نو هغه ته په دين کې پوهه ورکوي، دا د الله تعالی يو ځانګړی رحم دی، دا مقام هر چا ته نه حاصليږي.

ای علماؤ!
په دنياوي مال او دولت مه غولېږئ، پاتې دنيا پاتې وګڼئ او د ابدي ژوند لپاره فکر وکړئ.

ګرېوان کې سر ښکته کړئ او فکر وکړئ چې تاسې په دغه وروستۍ زمانه کې د خپل رب پر وړاندې څومره ستر مسؤليت لري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx