افغانستان

غور کې د نښتې پرمهال ۸ تنه اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۸ اربکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تیره شپه د شهرک ولسوالۍ په مرکز کې نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې طالبانو د اربکیانو پر یوې پوستې برید وکړ.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي، په دغه نښته کې ۸ محلي پولیس(اربکیان) وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاتوي، ددې نښتې پایله کې تر برید لاندې راغلې امنیتي پوسته هم د طالبانو لاسونو ته لویدلې ده.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، په دغه پوسته یې ځکه برید کړی، چې د خلکو په کورونه یې هاوانونه ویشتل او خلک یې ځورول:

«بیګاه شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غور ولایت دشهرک ولسوالۍ په مرکز کې دمزدورو اربکیانو پر هغه پوستو چې دملکي خلکو پر کورونو به یې هاوانونه ویشتل او خلک یې ازارول داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل»

احمدي په دغه نښته کې د ۹ اربکیانو د وژلو او ۸ نورو د ټپي کېدو ترڅنګ ویلي، چې د وژل شوو اربکیانو وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx