
میر رحمان رحماني ځان او خپلې کورنۍ ته په دوه نیم میلونه ډالر د قبرص تابعیتونه پېرلي/ویډيو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پارلمان مشر «میررحمان رحماني» دوه کاله وړاندې د خپل ځان او کورنۍ لپاره په دوه نیم میلیونه ډالر د قبرص هیواد تابعیتونه او طلایي پاسپورټونه اخیستي.
د الجزیرې د راپور په اساس، میر رحمان رحماني دوه کاله وړاندې د خپل ځان، مېرمنې او درې لوڼو لپاره د قبرص تابعیتونه او د خپلې بشپړې کورنۍ لپاره د یاد هیواد طلایي پاسپورټونه په دوه نیم میلیونه ډالرو باندې پېرلي او نوم يې د هغو ۲۵۰۰ چارواکو تر څنګ لیدل کېږي، چې عموما «رسوا شوي سیاسي چارواکي» یا Politically Exposed Persons بلل کېږي، او په حکومت کې د لوړو دندو درلودلو له امله د فساد تورونه ورباندې لګېدای شي.
د راپور په بنسټ، سیاسي چارواکي له دې امله د قبرص تابعیتونه پېري، چې له خپلو سترو شتمنیو سره په خپل هیواد کې ازادانه ګرځېدای نشي.
میر رحمان رحماني چې څو میاشتې وړاندې د لانجمنو ټاکنو په پایله کې تر ناندریو او له وکیلانو سره تر فزیکي شخړو وروسته د ولسي جرګې رییس وټاکل شو، د الجزیرې د راپور په اساس تر دې وړاندې يې له امریکایي نظامیانو سره د تیلو قراردادونه درلودل. چې له امله یې زیات شتمن شو.
میر رحمان رحماني که څه هم تر دې دمه د موضوع په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو وخت ناوخته د رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د کابل حکومت اوسني او پخواني چارواکي زیاتره یې د بهرنیو هیوادونو تابعیتونه او له افغانستان د باندې د میلیونونو ډالرو ملکیتونه لري.
د شنونکو په باور، د افغانستان په څېر وروسته پاتې او غریب هیواد د چارواکو سترې شتمنۍ په فساد کې د هغوی د ښکېلتیا او ولس ته نه ژمنتیا څرګندوي.
داسی ښکاری چی امریکا خپل غلامان نه ورغواړی او یا داچی دا غټ غل په قبرس کی خپلی توری پیسی سپینوی .
که لمړی خبره رشتیا سی عجبه خوند به وکړی .