دیني، سیرت او تاریخ

مونږ؛ تر سل کاله وروسته

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

له دې نن ورځې څخه تر ۱۰۰سل کاله وروسته یعنې په ۲۱۲۰ کال کې به مونږ ټول له خپلو خپلوانو دوستانو او ملګرو سره تر ځمکې لاندې یو ځای وو !

زمونږ په کورونو آبادیو کې به نا أشنا خلک اوسیږي ، زمونږ د جایدادونو او شتمنیو خاوندان به نور څوک وي !

زمونږ په أړه به هیڅ څه ورته یاد نه وي ، مونږ به یې هېر کړي و ، لکه نن چې په مونږ کې چا ته د خپل نېکه پلار ورپه یاد نه دی!

یا الله ستا رحمت غواړو ، یا الله ستا څخه بښنه غواړو ، یواځې د بعضې خلکو په ذهن کې به د یوې کرښې په څېر نښانه کې و ، زمونږ نومونه او شکلونه به یې د پېړۍ په تېرېدو له ذهنونو وتلي وي !

نو آخر ولې مونږ په دې أړه اوږده اوږده فکرونه کوو چې خلک به مونږ ته څنګه ګوري چې فلانی خو دا لرې وها لري ، داسې دی وهاسې دی ؟
همدارنګه زمونږ د راتلونکو ملکیتونو کورونو او اهل و عیال په أړه !

داټول هرڅه سل کاله وروسته بې ګټې او بې فائدې دي ؛ الا ماشاءالله ؛ سبحان الله ، استغفرالله ، لاحول ولا قوة الا بالله ، په دې عالم الکون کې زمونږ شتون او ژوند د یو څرک په څېر دی ، دسترګو په رف کې ښکاره او بیا ختم شي !

تر مونږ وروسته به لسګونه نسلونه راشي ، هر نسل به مخکې تر دې چې څلورمه برخه خوبونه به یې لا نوي رېښتیا دا فاني دنیا په ډېره چټکۍ سره پرېږدي ، او خپله جنډه به راتلونکي نسل ته وسپاري !

مونږ ټول باید په دنیا کې د دنیا حقیقت او د خپل ژوند حقیقي شپې او ورځې وپېژنو ، او په دې ځان پوهه کړو چې دا وخت تر هغه ډېر کم دی چې مونږ یې فکر کوو !

هلته د دارالبقاء د تورو تیارو په مېنځ کې او په هغه درنه چوپتیا کې زمونږ لپاره ددې اندازه لږېدلی شي ، چې دنیا څومره بې أرزښته وه ، او د دنیا لپاره زمونږ لوی لوی خوبونه څومره خندونکي و !

أفسوس او آرمان به کوو چې کاش که مونږ خپل ژوند په غوره کارونو ، د ښېګڼو په راټولولو او صالحو أعمالو کې تېر کړی وای !

إې راځۍ؛ اوس هم یوڅه عمر باقي دی اګر که یوه لحظه هم وي ، د آخرت په أړه فکر وکړو ، او په خپل ژوند کې د آخرت په برابر بدلون راولو !

اللهم صل وسلم علي سيدنا محمد وآله و عترته بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx