افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالب استازو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر لوړ پوړي پلاوي نن اسلام اباد ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدلي او د افغان سولې پروسې په اوسني وضعیت او راتلونکې يې ورسره خبرې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې قریشي د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون د لاسلیک په پایله کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت «تاریخي» بللی او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو په هدف یې د ياد تړون په بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې وړاندې قریشي د عمران خان په هغه دریځ چې د افغانستان کړکېچ جګړه ییز حل نه لري؛ ټینګار کړی او پاکستان یې د افغانستان سولې، ثبات او پرمختګ ته ژمن بللی.

قریشي که څه هم د کوم مشخص جهت نوم یاد کړی نه دی؛ خو له قوله، یې ځیني مخالفین لا هم شته چې د افغانستان د سولې په لاره کې خنډونه اچوي.

ورته مهال «ملا برادر اخند» د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له ملاتړ هرکلی کړی او د افغانستان او افغانانو د ملاتړ له امله یې د پاکستان د خلګو او حکومت مننه کړې.

طالب پلاوی چې د یکشنبې په ماښام له دوحې-اسلام اباد ته تللی؛ تمه ده د پاکستان له بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو سره وګوري او د افغان سولې، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ولسي تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په تړاو ورسره غږېږي.

دغه سفر داسې مهال دی، چې د کابل حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو نه خلاصون بین الافغاني مذاکرات تر نامعلومې مودې ځنډولې.
حکومت که څه هم د بهرنیو هیوادونو ملاحظات او د طالبانو په بند کې د پاتې دولتي بندیانو نه خلاصون، د طالبانو د بندیانو د نه خلاصون لپاره بهانه کوي؛ خو طالبان وایي، حکومت د «بهرنیانو په فرمایش» د بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي او له همدې لارې غواړي بین الافغاني مذاکرات وځنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تاسی خو شرم نلری خو په ولا چی زه شرمیږم، ##. طالبان خو هره شیبه پاکستانیانو سره په تلیلفون خبری کولای شی نو ضرورت څه وه چی اسلام آباد جزایی شول. غنی غلام دی خو راسی دغو ته وګوری.

غلام سخی بکواهی

شرم خو هاغه خلگو ته پکاردی چی خپل توله عمریه ده بل ده بیرغ سیوری لاندی ژوند کوی پر دین ناموس او خاوری باندی عملا یهود اونصارا تجاوز کری دی او دوی بیا ده پاکستان ناری وهی الله پاک مو وشرموه چی ده امریکا پ غلامی افتخار کواست

شفیق الله

طالبان باید په خپل دریز ودریږی لږ وخت پاتی ده انشاالله دا وخت به تېر شی .
زه فکر کوم چی طالبان باید پاکستان سره دسولی په باره کی ډيری اړیکی و نه نیسی ځکه چې افغانستان کی جنګ وی نو دپاکستان خپله ګټه وينی نو باید هر څه په خپل واک او دريز سره تر سره کړي.
مننه

پیر محمد

پاکستان هغه مملکت دی چی ملا برادر اخند یی ### په رسیو تړلی وو، ملا صاحب عبدالسلام ضعیف یی په داسی حال کی امریکایانو ته وسپاړه چی کمیس او پرتوګ یی په ځان کی نه وو، ملا محمد عمر اخند، ملاعبیدالله او استاد یاسر یی شهیدان کړل بیا یی ددوی جسدونو ته سپکاوی وکړ، ملامنصور اخند یی امریکایانو ته ور وښوده چی هغه ده دایران څخه راواوښت او په بلوچستان کی راروان ده بیا نو ډرون حمله ورباندی وکړه او شهید یی کړ،میر صاحب یی په پیښور کی شهید کړ او همداسی نور ډیر فسادونه یی وکړل، نو زه بیا… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx