ورزش

میسي له برسلونا د تړون فسخه کولو غوښتنه کړې «غواړم لوبډله پریږدم»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د فوټبال په تاریخ کې به د مینوالو لپاره تر دې بد خبر نه وي چې له یوه لانجمن حالت وروسته د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی میسي خپله لوبډله پریږدي.

یو شمېر سرچینې خبر ورکوي چې لیونل میسي برسلونا ادارې ته خبر ورکړی هغه غواړي سږکال برسلونا لوبډله پریږدي.

لیونل میسي د برسلونا لوبډلې په استازیتوب ۱۷ کاله لوبېدلی دی، خو اوس په داسې حالت کې غواړي له لوبډلې ووځي چې د بورډ له عمومي مشر او ځینو غړو څخه ناخوښ دی.

د میسي د خوشې کولو بیه ۷۰۰ ملیونه یورو ده، خو هغه لوبډلې ته ویلي چې په وړیا توګه دې اجازه ورکړل شي ترڅو بلې لوبډلې ته لاړ شي.

راپورونه وایي میسي برسلونا ادارې ته تصدیق شوی فکس لیږلی تر څو د هغه تړون فسخه کړي او اجازه ورکړي هر وخت چې وغواړي لوبډله پریږدي.

میسي په ۲۰۱۶م کال کې د برسلونا سره د پنځو کالونو یعنې تر ۲۰۲۱م کال پورې تړون کړی دی، خو هغه غواړي سږکال لوبډله پریږدي او پر ځای یې بلې لوبډلې سره تړون لاسلیک کړي.

په دې اړه میسي له برسلونا غوښتي تر څو د نوموړي تړون فسخه او وړیا یې بولۍ ته وړاندې کړي، د لوبډلې د منع کولو په صورت کې به میسي او برسلونا په محکمه کې پریکړه کوي.

ټاکل شوې ده چې د برسلونا ټول لوبغاړي به روانه اونۍ د کرونا ویروس معاینات ترسره کوي چې ورپسې تمرینات پېل کړي، خو میسي نه د کرونا ټیسټ ورکوي او نه هم تمرینات پېلوي.

د برسلونا ادارې په چمپینز لیګ کواټر پایلوبه کې بایرن مونشن لوبډلې ته په ۸-۲ ماتې منلو مشر روزونکی بدل او پر ځای یې هالنډۍ رونالډ کومان وټاکه.

خو د فوټبال پوهان او مبصرین د برسلونا لوبډلې د غوره والي لپاره د نوي روزونکي ټاکل علاج نه، بلکې د لوبډلې عمومي مشر «جوسیف ماریا برتامیو» لرې کول علاج بولي.

باید وویل شي چې میسي د برسلونا لوبډلې په استازیتوب له ۷۰۰ زیاتې لوبې ترسره کړي او ۶۳۴ ګولونه یې وهلې دي چې د یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو زیات دي. نوموړی له بل هر فوټبال لوبغاړي زیات ریکارډونه په خپل نوم لري.

یو شمېر لوبډلې وار له مخې هڅه کوي چې څرنګه په یوه نه یوه لار وکولی شي لیونل میسي خپل او هغه سره تړون لاسلیک کړي، خو په دې اړه به په نږدې راتلونکې کې پریکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x