د روژې مبارکه میاشت

روژه.. الله تعالی سره ګټور تجارت

الله تعالی سره د ګټور تجارت معنا

ګټور تجارت هغه دی، چې انسان پرې ځان الله تعالی ته نژدې کړي او په دغه مبارکه مياشت کې ځانګړي عبادتونه، شرعي معاملات او نور ډېر داسې ګټور کارونه وکړي، تر څو الله تعالی ته نژدې شي او د دنيا او اخرت برياوې يې نصيب شي.

يو صحابي رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل، چې الله تعالی سره ښه تجارت کوم دی؟

دغه وخت کې دا آيت رانازل شو ياأيها الذين آمنوا هل أدلكم على تجارة تنجيكم من عذاب أليم ( 10 ) تؤمنون بالله ورسوله وتجاهدون في سبيل الله بأموالكم وأنفسكم ذلكم خير لكم إن كنتم تعلمون ( 11 ) يغفر لكم ذنوبكم ويدخلكم جنات تجري من تحتها الأنهار ومساكن طيبة في جنات عدن ذلك الفوز العظيم ( 12 ) وأخرى تحبونها نصر من الله وفتح قريب وبشر المؤمنين ( 13 ) )

في ظلال القران د نوموړي آيت په اړه داسې تفسير کوي: د مسلمان لپاره دا تر ټولو ستر، غوره او ګټور تجارت دی، چې دنيا ورکړي او اخرت پرې ځان لپاره واخلي.

څوک په پيسو تجارت کوي او څه ګټه تر لاسه کوي، نو ټول شاوخوا خلک ارمان کوي، چې کاشکې دوی هم ورته ګټې تر لاسه کړې وای. نو هغه خلک به څرنګه ګټونکي نه وي، چې د دنيا څو ورځې ژوند او لنډه مهاله خوږې مزې د دايمي ژوند په بدله پريږدي او داسې نعمتونو ته ځان رسوي، چې پای نه لري؛ نه د وخت په تېرېدو له منځه ځي او نه هم کميږي.

او د دغه تجارت تر ټولو ستره ګټه؛ هغه د الله تعالی له لوري د خپل بنده بښل، جنتونه او د جنتونو هغه ښکلې ماڼۍ او نه ختمېدونکي نعمتونه دي.

او په دنيا کې د الله تعالی له لوري فتحه او کاميابي ده.

الله تعالی سره د تجارت ارکان

الله تعالی سره د تجارت کولو څو ارکان دي، چې دې سره نوموړی تجارت بشپړ کيږي.

اول طرف يې الله تعالی دی، چې بنده غواړي د الله تعالی خوښي او رضا خپله کړي او له دې لارې ځان له جهنمه وساتي او جنت ته ولاړ شي.

دوهم طرف يې بنده دی، چې د الله تعالی رضا او جنت غواړي.

درېيم: د تجارتي تړون موضوع ده. د الله تعالی لپاره عبادتونه، شرعي معاملاتو او نور نېک کارونه.

څلورم: د تجارت نيتجه ده په دنيا د اطمنان او خوښۍ ژوند او اخرت کې د الله تعالی رضا او جت ته تلل.

الله تعالی فرمايي: (إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْداً عَلَيْهِ حَقّاً فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ {111}‏)( التوبة).

روژه کې الله تعالی سره د تجارت نمونې

الله تعالی فرمايي: (إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرّاً وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُورَ {29})( فاطر). څوک چې د الله تعالی کتاب “قران کريم” لولي، لمونځونه کوي، په پټه او ښکاره د الله تعالی په لاره کې مال مصرفوي، دا خلک د داسې تجارت ارزو لري، چې هيڅکله به تاواني نشي.

د پورتني آيت په رڼا کې ويلی شو، چې روژه کې او له روژې پرته بايد مسلمان الله تعالی سره خپل تجارت ته په بېلابېلو ډولونو ادامه ورکړي.

۱- د قران کريم تلاوت کول. مسلمان د قران کريم تلاوت خپل ورځنی عادت وګرځوي او خپل اعمال او کردار يې بايد د خلکو تر منځ د قران عملي نمونه وي او د قران په برکت بايد د ده عمل او ايمان خلکو ته څرګند شي. په ځانګړې توګه په رمضان کې؛ ځکه چې روژه کې د نېکيو ثوابونه څو چنده وي.

۲- لمونځ قايمول: مسلمان بايد الله تعالی سره د تجارت کولو لپاره په کامله توګه د ټولو شرعي احکامو د پوره کولو تر څنګ په کامله عاجزۍ سره خپل لمونځونه وکړي. په ځانګړي ډول روژه کې، چې تراويح، تهجد او نور نوافل ور زيات کړي او الله تعالی سره خپلې اړيکې نورې هم ښې ټينګې کړي.

۳- په پټه د الله تعالی په لار کې صدقه کول. دې کې نفلي خيراتونو ته اشاره ده په ځانګړې توګه روژه کې بايد مسلمان ډېر سخي وي، ځکه چې دا مياشت د خير و خيرات او سخا مياشت ده او دې مياشت کې بايد خامخا د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي وشي. رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو زيات سخي و او په روژه کې خو له الوتونکي باده هم زيات سخي و.

۴- په ښکاره صدقې کول. دې کې فرضي زکات ته اشاره ده.

۵- نورې شرعي صدقې هم بايد روژه کې ښه په پراخ مټ وشي. نذر منل، کفارات، صدقات جاريه، فديې، مالي وصيتونه او داسې نور بايد ټول عمر وشي، مګر رمضان مياشت کې بايد ډېره توجه ورته وشي؛ ځکه چې دې مياشت کې د نيکۍ اجرونه يو په څو چنده وي.

روژه کې الله تعالی سره د تجارت نور صورتونه

روژه ټوله د خير او برکت مياشت ده او د الله تعالی په لار کې د تجارت او پانګه اچونې تر ټولو ښه چانس دی.

روژه کې مسلمان لپاره تر ټولو غوره تجارتونه:

– مسلمان ته روژه ماتی ورکول

– پر مسکينانو خوراکي توکي ويشل

– خپلوي پالل په مالي او معنوي شکل

– خپلو خپلوانو ته د دوی شرعي حقونه ورکول

– پر خپلو اولادونو او دوستانو د تحفو ويشل تر څو د دوی زړونه وګټي.

– د مسلمانانو تر منځ روغه جوړه کول

– د نيکۍ په کارونو کې يو بل سره مرسته کول

– د مسکينانو او يتيمانو کفالت کول

– د مسلمانانو په غونډو او د خير کارونو کې ګډون کول

او داسې نور هغه کارونه، چې الله تعالی پرې راضي کيږي.

الله تعالی سره تجارت کوونکي دې مياشت کې تر ټولو زيات ګټونکي دي. ايمان به يې قوي وي، د دنيا او اخرت برياوې به يې نصيب وي.

روژه کې الله تعالی سره د تجارت ګټې

– د تقوا ګټه. الله تعالی فرمايي: لعلکم تتقون

– ايمان کې دزياتوال ګټه: ليزدادوا ايمانا مع إيمانهم

– د ګناهونو د معاف کېدو ګټه. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي. چا چې روژه د خپل ايمان په مټ ونيوله او د ثوابونو تمه يې له الله تعالی وه، نو الله تعالی به يې تېر ټول ګناهونه ورمعاف کړي

– د يوې نېکۍ په بدل کې د اوو سوو او له دې هم زياتو ثوابونو حاصلولو ګټه “والله يضاعف لمن يشاء والله واسع عليم”.

– د زړونو اونفسونو د پاکوالي ګټه: روژه روحي، بدني او سلوکي تربيه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “الصوم جنة” روژه ډال دی.

– د دعا د قبلېدو ګټه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د روژه ماتي پر مهال د روژه نيوونکي دعا نه رديږي.

– د قران کريم او روژې د شفاعت خپلولو ګټه. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “القرآن والصيام يشفعان للعبد يوم القيامة..”. روژه او قران کريم د قيامت پر ورځ د بنده شفاعت کوي.

– جنت ته د داخلېدو ګټه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “في الجنة باب يقال له الريان لا يدخله إلا الصائمون”. جنت کې يوه دروازه ده، چې ريان ورته وايه شي او يوازې روژه نيوونکي به ورننوځي ننوځي.

نو اې د الله تعالی لپاره روژه نيوونکو! ومو ګټله. الله تعالی سره مو ښکلی تجارت وکړ الله تعالی دې درنه قبول کړي.

ليکوال: د. حسين شحاتة د جامعة الازهر پروفيسر استاد

ژباړن: احمد الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x