افغانستان

پروان کې سیلابونو ۵۷ تنه مړه او ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز چاریکارو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له کبله ۵۷ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د چارواکو په خبره د ځاني تلفاتو ترڅنګ د لسګونه کورونو ویجاړېدو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

د پروان د ملکي روغتون رئیس ډاکټر قاسم سنګین په دغو سیلابونو کې د ۱۷ تنو مړینه او ۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

دا سیلابونه چې تیره شپه درې بجې د چاریکارو او شاوخوا سیمو کې بهیدلي، ښايي د تلفاتو شمېره یې تردې هم زیاته وي، ځکه د چارواکو په خبره ځینې خلک لاهم په خپلو کورونو کې ایسار دي او مرستو ته ضرورت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx