افغانستان

د جرمني ځانګړي استازي له طالب استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو په هکله خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو پیل او سولې تړون د تطبیق په هکله خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر په لیکلو سره ویلي، چې په دغه کتنه کې د اروپا لپاره د طالبانو مسئول عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت د جرمني استازي سره په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت، بندیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله خبرې اترې کړې دي.

د شاهین په خبره په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې پرمختګ لپاره اړینه وګڼه چې د «دوحې تړون» تطبیق شي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی په داسې مهال قطر کې د طالبانو سیاسي استازو سره د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو په هکله خبرې اترې کوي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو بل لوړ پوړی طالب پلاوی د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام آباد ته تللی او تیره ورځ یې ددغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره رسمي لیدنه ترسره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغې کتنې په ترڅ کې طالب او پاکستاني چارواکو د افغان سولې پروسې، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو، دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په مسایلو خبرې اترې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx