افغانستان

سیګار: په روزګان، کندهار، زابل او هلمند کې پنځوس سلنه پولیس په نشه يي توکو روږدي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» موندنې ښيي، چې د افغانستان د څلورو ولایتونو نږدې پنځوس سلنه پولیس په نشه يي توکو روږدي دي.

د سیګار له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي «د داخلي امنیت او ملي امنیت ریاستونو موندنې ښيي، چې په روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې پنځوس سلنه پولیس په نشه یي توکو روږدي دي او  له ۵۰ تر ۷۰ سلنو پورې د پولیسو بستونه خیالي دي.»

د سیګار د راپور په بنسټ، پورته موندنې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په ګډو هڅو تر لاسه شوې او دفاع وزارت یې له خپرولو ډډه کوي.

د امنیتي بنسټونو پورته موندنې داسې مهال رسنیزي کېږي، چې د افغانستان په ګاونډ کې د روسیې او ایران هیوادونو چارواکي بیا پر امریکایي او ناټو ځواکونو تور پورې کوي چې په نظامي الوتکو کې اروپا ته په لوړه کچه نشه يي توکي قاچاق کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx