افغانستان

بغلان کې پر یوې دیني مدرسې هوايي برید د قران کریم ۱۰ تنه حافظان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر یوې دیني مدرسې د هوايي برید له امله د قران کریم د ۱۰ تنو حافظانو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي ځواکونو تیره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «بیکزاد» سیمه کې د قاري خدایداد په دیني مدرسه په داسې مهال بمبار کړی، چې په سیمه کې هیڅ نوعه پوځي تحرکات نه وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو په استولې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او د کابل حکومت د کمزورۍ نښه یې بللې ده:

«اسلامي امارت د دښمن دغه وحشت په کلکو ټکو غندي، او د هغوی د کمزورۍ، لار ورکۍ او وارخطايۍ دلیل يې بولي.»

طالبانو دغه راز په افغانانو او نړیوالو غږ کړی چې د کابل  حکومت عسکر په قصدي ډول دیني مراکز، د خلکو کورونه او عامه تأسیسات په نښه کوي:

«نړیوال او افغانان شاهدان دي چې د دښمن لخوا په روزمره ډول د ملکي خلکو کورونه، تأسیسات، ديني مراکز، مساجد او اماکن په قصدي ډول له منځه وړل کیږي او عامو خلکوته د سر او مال درانه زیانونه اوړي.»

دولتي عسکر په بغلان ولایت کې پر دیني مدرسې هوايي برید په داسې مهال کوي، چې تیره ورځ د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ په هزار قلعه کې هم یو جومات بمبار او ویجاړ کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله

دا د پردیو غلامان خو ورته خوشحاله ده چی بین المللی دوستان مو دی له دی غلامانو مو دې خدای خلاص کړی او خدای تعالی سوله او امنیت راولی او صلیبی لښکر دی خدای زمونږ له وطن څخه وباسی .

وطن دوست

اسی راکیټونه او پیکاوی به څو پکی شیدانی شوی یی؟؟؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx