افغانستان

د طالبانو ضد عملیاتو کې د شاهین قول اردو مرستیال ټپي شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): په شمال کې د شاهین قول اردو مرستیال جنرال عباس توکلي د طالبانو ضد عملیاتو کې ټپي شوی دی.

د شاهین قول اردو یوې سرچینې هشت صبح ورځپاڼې ته ددې خبر په تایید سره ویلي، چې دولتي عسکرو پرون د سه شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي وو، چې طالبانو سره د نښتې پرمهال د شاهین قول اردو مرستیال جنرال عباس توکلي ټپي شوی دی.

د سرچینې په خبره په دغه نښته کې د عباس توکلي دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

له تیرو څو ورځو راهیسې دولتي ځواکونو د فاریاب ولایت اندخوی په څلور ګونو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات کړي، چې د هوايي او توپچي بریدونو له امله یو شمېر ښوونځي، د خلکو کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي او خلکو ته ځاني زیانونه هم اووښتي دي.

له بل پلوه د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، چې دولتي ځواکونو تیره ورځ د اندخوی او قرغان ولسوالیو ترمنځ لاره کې اته کلي له طالبانو څخه نیولي او په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

طالبانو د فاریاب د امنیه قومندانۍ د ویاند د ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي او نه هم په خپلواکه توګه ددې ادعاوو پخلی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx