افغانستان

ایران: افغانستان د برېښنا ښه پېرودونکی دی، بازار یې باید له لاسه ورنکړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): ایراني چارواکي وایي، افغانستان برېښنا ته اړ هیواد او د برق تر ټولو بهترین پېرودونکی دی چې باید بازار یې له لاسه ورنکړل شي.

د خراسان د سیمه ییزې برېښنا د کمپنۍ رییس «رضا ریاحي» له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د برېښنا ښه پېرودونکی او په سیمه کې ګڼ هیوادونه په دې لټه کې دي، چې افغانستان ته برېښنا صادره کړي.

د ریاحي له قوله، د رقابت له امله د افغانستان د برېښنا بازار همېشنی نه دی؛ نو ځکه باید وساتل شي.

افغانستان اوس مهال د کورنو د روښانه کولو او د اقتصادي سرچینو د روانو ساتلو لپاره دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ خو تامینولای يې نشي او زر میګاواټه اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هیوادونو پېري او هر کال یې په بدل کې ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکوي.

دمګړۍ د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا ۷۷ سلنه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردېږي.

افغانستان داسې مهال د برېښنا پېرلو لپاره سلګونه میلیونه ډالر ګاونډيو هیوادونو ته ورکوي، چې په خپلو سیندونو باندې د بندونو په جوړولو سره کولای شي، نه یوازې خپله برېښنا تامین کړي؛ بلکې نورو هیوادونو ته هم صادرات ولري.

د کابل حکومت مشر «اشر ف غني» د خپل واک له لومړۍ دورې تر دې دمه له خلګو سره د افغانستان د اوبو د مهارولو ژمنه کوي؛ خو  یاده ژمنه د نورو په څېر لا هم فقط یوه ټاکنیز شعار ته پاتې کېږي او په دې برخه کې د کوم عملي کار څرګ نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله

وشرمیږی ای مشرانو په دا شل کلونو کې مو يو بند جوړنه کړو خدای مو تباه اوبرباد کړه ای افسوس صد افسوس دتاسی په حال مشرانو .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx