نظــر

په طالبانو د بې ځايه لګيدلو تورونو ارزونه!

عبدالغفار سربڼ

دنيا کې د تهمت هم يو اعتبار او مقام دی  دا داسې يو عمل دی چې گمراه او مضلول انسان يې د درواغو په كومك زده كوي او هغومره چې په درواغ ويلو كې بری ترلاسه كوي نو په تهمت او تور لگولو كې هم مهارت مومي افتراء مفتري او هغوي چې تور پورې كوي د الله له غضب نه بچ كيدلی نه شي او د الله د كتاب له حكم سره سم په دې دنيا كې له رسوايۍ سره مخامخ كيږي او بلې دنيا كې له سخت عذاب سره لاس او گريوان وي.

تور اوتهمت د هغو بنده ګانو  کردار وي چې د هوا او هوس د غلامۍ په پایله کې د لا زیات زور، مال او قدرت له پاره پر بل کس او قوم لګول کیږي او تل مقصد یې متاع ا و فايدې ته متوجه وي، خو د درواغو منزل ډېر لنډ وي لا د دوی عمل پای ته نه وي رسیدلی چې نور خلک د تهمت په حقیقت خبریږي.

زمونږ په هيواد كې مكارو دسيسه جوړونكو  خلاف د ټولو اخلاقي اصولو له ډيرو كلونو را په دې خوا پر افغان ولس او د دوی پر اتلو ازادي خوښونكو مشرانو ډير زياد تورونه پوري كړي چي اكثر يي د الله په فضل او د زقمان په تيريدو  سره بې بنياده او درواغ ثابت شوي.

له ٤٠ كلونو نه راپدېخوا ډير اساسي تورونه هره ورځ د ټولو مطبوعاتو له خوا تكراريږي او لكه طوطي بار بار غوږونه خوري:  تورونه زښت زیات دی  لوی فهرست ترینه جوړیدلی شي خو  دا لاندې بیا بیا اوریدل کیږي او تل د مناقشې او د ګمانونو او شکونو او ظن سبب ګرځیدلی او ان تر دې چې د مداخلې او یرغل دلیل هم ګرځیدلی.

۱.دا چې مسلمانان د تعليم خلاف دي او مكتبونه سوځوي، خلك او معلمان بيگناه وژني دهشت گرد دي، تروريست دي، بيرحمه دي، پر ښځو او  او ميرمنو ظلم كوي او د نورو هيوادونو په خلاف تروريستانو ته پخپل وطن کې ځاي وركوي.

دوهم اساسي تور او تهمت دا وو چي دا ټول دا خلك يعني مجاهدين او خصوصا طالبان د يوه واحد  هيواد په لمسون   او مرستې او د هغه په ګټه   او زور کوي  او دا زبر زبر زبر  ځواک پنجاب او پاكستان   دی يعنې هغه هيواد چې د خپل ځان له ډار نه يا هم د پيسو په بدل كې يې په ٢٤ ساعتونو كې په اول صف كې له امريكايي يرغلگرو سره ائتلاف وكړ او خپل ټول هوايي ډګرونه يي ددوی له پاره تيار کړل او له ٥٠٠٠ زيات هغه غازي مجاهدين چي له روس سره د همدي پاكستان د حفاظت له پاره جنگيدلي وو پر امريكا وپلورل او جالبه دا ده چې دا شل کاله د یرغلګرو ټول اکمالات او اسلحه او خوراکه ددی هیواد له بندرونو له لیاری او د ځمکه په سر  کابل او ټول افغانستان ته لیږدول کیږی او څه د پاسه ۸۰ زره بمبارد الوتنې د طالبانو د بمبارد او وژلو په مقصد له پاکستان نه تر سره شوي دي خو کابل او د ناټو شریکان یې تور پورې کوي چې اسلام اباد د طالبانو حامي دي  سره له دې چې دنیا ویني چې دوی او یرغلګرو ته اکمالات د پاکستان له لارې کیږي نو تور باید څوک  پورې کړي او پر چا وارد دی.

بلې ټوله دنيا يوې خوا ته او په مقابل كې طالبان د امريكې د اول نمبر حليف يا ايتلافي په كمك او لمسون بلې خواته، يعني امارت اسلامي فقط د پاكستان  د سياست , د دوی د اسلحې او پيسو په زور پرمخ بيايي، ګواکې طالبان د پاكستان مزدور لښكر دي!!

عجبه خو لا دا خبر ده چې هماغه  د پاكستان  فوج له امريكې نه د افغانستان پر سر  لا تر اوسه ٢٢ مليارده ډالره تر لاسه کړي،  سليم عقل يې نه مني چې امريكا هغه چاته اف ١٦ طيارې او پيسې وركړې چې  د دوی مزدوران يعنې طالبان د دوی يعنې د امريكا عسكر ووژني او له دوی نه د پيسو ددوي د منافعو پر ضد عمل وكوي، داسي يو تور او تهمت او افترا صرف د ك گ ب په پخوانيو ادارو كې جوړیدلی شي او د هغوی جاهله ناكامه او بې كفايته مزدوران يې په وار وار لگولی شي تر هغو چې ځان پرې موړ  كاندي او د اشغال او تجاوز له پاره کوم جعلي حجت او موجه دلیل پيدا کړي.

ددې فایده داده چې اول خو دوی د پردیو په مرسته په ارګ کې خپله چوکۍ ساتي او دوهم د خارجي قوتونو د شتون او حضور له پاره  کاذب مشروعیت ګټي.

دا درواغ او تهمت دوه مصرف كوونكي  هم لري يو غربي دنيا او د هغوی ادارې أو بل داخلي بيخبره پرگنې.

د دنیا خلکو او غربیانو ته دا ویل کیږي چې هلته هندوکش کې د ترور ځناور په خلاف جګړې او پیسو ته اړتیا ده او ناټو باید افغانستان کې شتون ولري.

دوهم افغان بیخبرو پرګنو ته دا ویل کیږي چې څنګ کې او ګاونډي مو طالبان روزي او سمبالوي تر څو کابل کې لاس پوڅي خلک پر تخت کښینوي.

دا درواغ داسې ښکر داره درواغ دي چې کرار کرار پنجاب کې هم ځینې بیعقلې ډلې دا فکر کوي چې روس او اوس بیا په دوهم ځل د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته دوی ماته ورکړې ده، سره له دې چې د دوی زور هم معلوم دی.

زه له دغو تور لگونكو نه فقط يو سوال لرم، اخر دا خبره چې تاسې یې کوئ خو  د دوی سترې افغاني، جهادی کارنامو د روس او د ناټو په خلاف د جهاد ټول امتیازات او افتخار په وړیا مفت او پرته له قربانۍ پاکستان ته ورکوي.

داسې ښکاري چې پنجاب له تاسو نه  بهتره ستر دوست په ټول جهان کې نه لري او دا خدمت تاسې پخپله رضا کوي.

دا یو لوی او عظیم تاریخي خیانت دی چې د وطن  د شهیدانو په وینو ګټل شوې کامیابي او استقلال بل هیواد ته هدیه او بخشش کړی.

د روس په خلاف جهاد يو  وخت یو حال ته ورسيد چې د مليونونو ضايعاتو نه وروسته فقط يوې اسلحې د استنگرو هوايي ضد توغنديو  يك طرفه كړ.

غلبه هلته حاصله شوه چې د روسانو او كابل رژيم هوايي بر لاسي پای ته ورسيده  نو يو منطقي پوښتنه: كه حتی يو هيواد يو اسلامي هيواد همدا اوس هم له طالبانو سره انډيوالي  او ملګرتیا درلودلی نو كه ډير ضعيف هوايي ضد توغندي يې که ورکړي وای، دا جنگ به دومره اوږد  شوی واي؟

بلکې دا جګړه به ډیر ژر پای ته رسیدلې وای، بيا پاكستان كه رښتينی دوست وای نو په پټه يې هم کولای شوای چې مرسته وکړي بیا په بهانو به يې ځان خلاص كړی وای.

مثلاً كولای يې شوای چې ووايي چې پاكستاني طالبانو د دوی عسكري قشله لوټ كړې وه او دوی نه دي خبر، خو اصلي خبره داده چې امارت او طالبان بې له الله بل دوست نه لري او نه بل ولي او ناصر لري.

نو په دې توگه:
لومړنی تهمت او تور د دوحې د قرارداد په بركت   بر طرف شه يعنې افغان ملت له دې تور نه چې په غلا او په پټه او دهشت گرده جنگ او حمله كوي؛ د الله په فضل الحمد لله خلاص شه.

هر هغه کس چې د دوحې قرارداد په ځیر ولولي او بيايې په بې طرفۍ تحلیل کړي نو دا به ورته جوته شي چې افغان اولس د وینو  په بیه او  د مدبرانه سیاسي دیپلوماسۍ په مرسته د الله په اجازې او فضل له غټ تاریخي تور  چې هماغه ترور او دهشت اچول دي؛ برائت وموند او هماغه د ملګرو ملتونو  د امنیت شورا  چې  د داسې یو تور لګولو شریک وو په اتفاق د اراوو طالبان او اسلامي امارت ته برائت ورکړ او دا فیصله یې وکړه چې ناټو دې د دوحې د قرارداد مطابق له افغانستان نه ووځي او دا دوه بریاوې دي اول د یرغلګرو ماتیدل، دوم له تور نه برائت یعنی استقلال.

او هغو وطن دښمنو افغانانو چې پخپل ځان او پخپلو خلکو عریضه کړې وه چې مونږ او زمونږ خلک تروریستان دي، مخ توري او رسوا شول او نورې نورې بهانې او تورونه لټوي؛ شرم باید ورشي.

قدرت ته د رسیدلو له پاره پر ځان او پر خپل ولس تور لګول ډيره خاینانه او له فساد نه ډکه کارنامه ده، دا قوم به دا ونه بخښي، اوس يې بايد د دوهم تور بطلان خلكو ته ثابت شي او دسيسه شنډه شي.

پاكستان خپله په دومره جنجالونو اخته دی چې كه دا خپل مالي او اقتصادي بحران ته لار پيدا نكړي په قرض كې به لكه روس له پښو وغورځیږي.

مونږ بايد خپله پوزه اوله  ټينگه ونیسو بيا چږ سيال شو له سيالانو سره به ډغرې وهو.

ان الله مع الصابرين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فهیم

دایو لوی حقیقت دی چی طالبان ددی هیواد اصلی بچیان او واقعا داسلام مدافعین دی خیر که دطالب په منځ کې هم ځینی داسی کسان شتون ولری چی هدف یی سم نه وی که وی هم دګوتو په شمار به وی په ټوله کی طالبان یو سپڅلی خوځښت دی او دیوسپڅلی هدف لپاره کار کوی چی هغه داسلامی نظام قایمول دی نو له دی وجی الله ددوی نصرت کړی او کوی به یی داچی دغرب په ډالرو مست ټامیان او ځینی ناپوهه کسان یې په مختلفو جرمونو تورنوی دا کار دطالب حیثیت ته کوم تاوان نشی رسولی ځکه دعقل څښتنان… نور لوستل »

IMG-20200229-WA0814.jpg
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx