شعـــــرونه

خوب کې راغله ښاپېرۍ لکه سپوږمۍ/ درمان

م منصور درمان

خوب کې راغله ښاپېرۍ، لکه سپوږمۍ
سپینه حوره وه مسکۍ، لکه سپوږمۍ

دښکلا کیفیت یې څۀ رقم تعبیر کړم!!؟
وه، کټ مټ لکه سپوږمۍ، لکه سپوږمۍ

الهی! هریو زلمی زمونږ عمر کړه
هره پېغله ملا لۍ، لکه سپوږمۍ

تور څادر دکفر ټول کړه لۀ جهانه،
ربه! سپینه کړه نړۍ، لکه سپوږمۍ

پلوشې داستقلال دلمر اغوندي
وړانګه -وړانګه ازادۍ، لکه سپوږمۍ

ربه ! ؤباسه لۀ تورو ګردابو نو
زما دنېک عمل بېړۍ، لکه سپوږمۍ

چې دامن سپین خامک څادر کې تاو شي
فتحه بیاشي خندنۍ، لکه سپوږمۍ

خدایه! وا کړه دمنصور درمان دهیلو،
سپینې – سپینې ګل غوټۍ، لکه سپوږمۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x