ورزش

جیمز انډرسن په «۶۰۰» ویکټو ترلاسه کولو د نړۍ لومړی چټک توپ اچونکی شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۹ل): د انګلستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی جیمز انډرسن د نړۍ لومړی چټک توپ اچونکی شو چې په ټيسټ لوبو کې یې د «۶۰۰» لوبغاړو سوځولو تاریخ په خپل نوم کړ.

د پاکستان پر وړاندې په دریمه ټیسټ لوبه کې ددغې لوبډلې مشر اظهر علي د انډرسن ۶۰۰م ښکار و چې ویې وسوځاوه.

له ۳۸ کلن انډرسن وړاندې درې سوکه توپ اچونکي زیاتې ویکټې په خپل نوم لري چې د سریلانکا موتیا مورلي درن په ۸۰۰ ویکټو سره، د استرالیا شین وارن په ۷۰۸ ویکټو سره او د هندوستان انیل کومبلی په ۶۱۹ ویکټو سره وړاندې دي.

خو په چټک توپ اچونکو کې د استرالیا ګلین میګرات په ۵۶۳ ویکټو سره، د ویسټ انډیز کورټني واش په ۵۱۹ ویکټو سره او د انګلستان سټیورټ براډ په ۵۱۴ ویکټو سره له انډرسن وروسته دي.

انډرسن دغه څلي ته په ۱۵۶مه ټيسټ لوبه کې ورسېد چې په خپل ۱۷ کلن کیریئر کې یې لاسته راوړ، هغه د ټیسټ لومړۍ ویکټه په ۲۰۰۳م کال کې د زمبابوې لوبغاړي په سوځولو اخیستې وه.

د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ سیالیو سیریز چې د ورښت له کبله اغیزمن شو د انګلستان په ګټه ۱-۰ پای ته ورسېد.

د نړۍ بېلا بېلو پخواني او اوسني کرکټ لوبغاړو، مبصرینو او پوهانو لخوا جیمي انډرسن په پراخه کچه وستایل شو او هغه یې د نړۍ یو له سختو او غوره توپ اچونکو څخه وشمېره.

انډرسن که څه هم ۳۸ کلن دی خو لا هم ددغې لاسته راوړنې سربېره غواړي ټيسټ لوبو ته دوام ورکړي.

باید وویل شي چې انډرسن په ټيسټ لوبو کې ۲۹ واره په یوې پاڼۍ کې ۵ ویکټې اخیستي، دغه راز یې په یوه لوبه کې درې واره ۱۰ ویکټې هم اخیستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx