شعـــــرونه

کلی درته اور دی خو پیغور دی پکې پاتې شه/ سعود

سيد شاه سعود

زړه مې د کالام غوندې سمسور دی پکې پاتې شه
راشه د اوبو د پاسه کور دی پکې پاتې شه

دلته هواګانې رڼاګانو سره سیالې دي
دلته د چینو سپیڅلی شور دی پکې پاتې شه

اوس د شرمخانو پنجې امن رژولي دي
اوس دا وطن هغه نه دی نور دی پکې پاتې شه

ګیر چاپیره درګې درګې واورې وریدلي دي
کور کې مې بل کړی درته اور دی پکې پاتې شه

ښکته په اوبو کې د سپوږمۍ سایه روانه ده
وګوره اسمان ته را نسکور دی پکې پاتې شه

مه ځه ترې سعوده دا راتلونکې زیلۍ سمه ده
کلی درته اور دی خو پیغور دی پکې پاتې شه

سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx