ټولنیزه برخه

قومپرستي

قومپرستي

حامد افغان

چرته کوم قومپرست یوه مشهور هوټل ته ننوت، د هوټل مزدور ته یې پیسې ورکړې ول هوټل کې ټولو ناستو خلکو ته ښه ډوډۍ او مشروبات راوړه، پیسې یې زه پرې کوم، پرته له هغه تورپوستي سړي، چې د هوټل کونج کې تاست دی. مزدور له هغه تورپوستي سړي پرته ټولو ته خوندور خواړه او مشروبات ورووېشل. تور پوستي هغه ته په موسکا وکتل او مننه یې ورنه وکړه!

قومپرست غوسه شو، د هوټل مزدور ته یې بیا پیسې ورکړې، ورته کړه یې له هغه تور سړي پرته نورو ټولو ته فلان او فلان مشروبات ورکړه، هغه ورکړل او تور سړي بیا په موسکا ورته وکتل او مننه یې ورنه وکړه! قومپرست د هغه په دې چلند حیران او نور غوسه شو او د هوټل مزدور ته یې وویل: زه چې هر ځل خلکو ته خوراکي شیان واخلم دا تور سړی نه خپه کیږي او نه زوریږي! بلکې مننه مې کوي! دا څه چل دی؟! مزدور ورته وویل: هیڅ مشکل نشته، هغه د هوټل څښتن دی!

ویل کیږي قومپرستان د نړۍ ترټولو کم عقل مخلوق دی، قومپرستي نن غرب او ډېرو کفارو تردید کړې او له منځه وړې ده. اسلام ډېر پخوا د قومپرستي سخت مخالفت کړی او هغه یې جهالت بللی. حدیث کې راغلي: د عرب او عجم منځ کې توپیر نشته، نه د سپین او تور منځ کې توپیر شته، مګر توپیر په تقوی سره ده. لا فرق بين عربي و لا أعجمي و لا أبيض ولا أسود إلا بالتقوى. أخرجه البیهقي في شعب الایمان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښائسته لیکنه ده خو عنوان ئې د متن سره تناسب نلری. Nationalism بېل مفهوم دی او قوم پرستی بېل مفهوم دی البته قوم پرستی په تاریخی – اجتماعی بستر کی د نژاد پرستی یا rasism په مفهوم ده چی د بده مرغه په شلمه پېړۍ کی په اروپا او جنوبی افریقا کی هم دا ترخه تجربه عملاً تر سترګو سوېده. ناسیونالیزم معمولاً د یوې سیاسی جغرافیا د اتباعو عمومی ملی احساس بیانوی او الزاماً د قوم پرستی سره هیڅ تړاؤ نلری ، ناسیونالیزم که په معقول او مناسب حد کی وی او د نورو ټولنو او هیوادونو د استعمار او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx