افغانستان

طالبانو د پروان سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د وروستیو سیلابونو له امله د ځپل شوو خلکو سره د عاجلو مرستو غږ کړی دی.

تیره شپه د پروان ولایت مرکز چاریکار او شاوخوا سیمو د راوتلو سیلابونو له کبله شاوخوا ۳۰۰ د استوګنې کورونه نړېدلو ترڅنګ ۸۰ تنه مړه او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو لخوا رسنیو ته استول شوې، د پروان سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ ترڅنګ یې په خپلو جنګیالو غږ کړی، چې د سیلاب ځپلو مرستې او لاسنیوي کې خپل شته وسایل او امکانات په کار واچوي.

طالبانو دغه راز له مرستندویه مؤسسو او خیرخواه خلکو څخه غوښتي چې د سیلاب ځپلو په مرستې او لاسنیوي کې خپلې مرستې ونه سپموي:

«همدا ډول په ټولو خیریه مؤسسو او ټولنو، سرمایدارو او توان لرونکو هېوادوالو هم غږ کوو چې  د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې  سیلاب  ځپلو سیمو ته خپل هر هراز کومکونه چې څومره ژر ممکن وي،  ورسوي، د بې سرپناه شویو کورنیو سره د کور، لباس او خوراکي موادو د رسولو په برخه کې لاس په کارشي او د یادو سیمو د بیرته آبادۍ لپاره هم خپل مکلفیت ادا کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د زلزلو، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو ځپلو خلکو  سره د مرستې کړي او هم یې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو د مرستو رسولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx