افغانستان

سویډني استازو د طالبانو سیاسي هیئت سره پر افغان سولې خبرې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو سره د بهرنیو هېواونو استازو د اړیکو او ملاقاتو په ترڅ کې د سویډن هېواد یو شمېر اکاډمیکو او د پرمختیايي ادارې استازو د اروپا لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د افغان سولې روانې پروسې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې په دغه کتنه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د اروپايي څانګې مسئول عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت د سویډن د برنادوت اکاډمۍ له ستر سلاکار ایل. اډلفو او د دغه هېواد د پرمختیايي ادارې له استازي سره د ویډیو کانفرانس له لارې ملاقات کړی دی.

شاهین زیاتوي، په دغه لړ کې دواړو لورو د افغان سولې پر روان بهیر خبرې اترې کړي، چې په خبره یې طالب استازو سویډني استازو ته په څرګندو ټکو ویلي چې بین الافغاني مذاکرات به د دوه ټیمونو ترمنځ وي: «د سیاسي دفتر هئیت د سولې روانې پروسې په هکله معلومات ورکړل او واضح یې کړه چې خبرې به د دواړو ټيمونو ترمینځ وي او ددوی علاوه به بل څوک دخیل نه وي.»

په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو د اروپايي او نورو هېوادونو استازو د ملاقاتو لړۍ په داسې مهال چټکه شوې، چې دا مهال د پاکستان په رسمي بلنه د طالبانو د سیاسي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پووړی طالب پلاوی د پاکستان په سفر تللی دی.

د طالبانو یاد هیئت تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون پاکستاني چارواکو سره ګډې ناستې ترسره کړي او پرمهال یې د افغان سولې پروسې، پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په تړاو خبرې اترې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x