روغتیا

دغه خواړه مو د ملا دردونه له منځه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د بریتانیا د روغتیا ملي ادره NHS وایي، د ملا دردونه یو عام خپریدونکی حالت دی چې نږدې ډیر خلک یې په خپل ژوند کې تجربه کوي.

دغه ادراه د یوه راپور خپرولو له مخې زیاتوي، ممکن د ملا دردونه د ځینې غیر صحي خوړلو او په ناسم وضعیت کې د خوب په پایله کې رامنځته شي، بیا هم ددې چټکه رغېدنه او یا په لومړي سر کې د ملا دردونو له منځه تلل ممکن دي، ددې لپاره تاسې کولی شي خپل خوراکي رژیم بدل کړئ.

د ارتوپیډیک سرجن ډاکټر برانکو بربا وینا سره سم، په لومړي سر کې خواږه الوګان (خواږه کچالو) د ملا دردونو له منځه تللو لپاره غوره خواړه دي، که تاسې د ملا دردونه لرئ په خوراکي رژیم کې مو خواږه الوګان زیات کړئ.

د نوموړي په وینا، خواږه الوګان د التهاب ضد دي، کوم چې د ملا ټيټې برخې دردونو سره د مبارزې لپاره غوره کونجي ده.

«دا ښایي تاسې ته حیرانونکې وي چې سوزیدونکي خواړه د ملا دردونه رامنځته کوي او زیاتوي، مګر خوشبختانه ځینې داسې خواړه هم شتون لري چې تاسو سره په مزاج ښه کولو کې مرسته کوي، خوږ الوګان کولی شي ستاسې التهاب راکم کړي».

ځينې خلک باور لري چې خواږه الوګان «سوپر فوډ» یا عالي خواړه دي، په دې معنا چې د غذایي عنصرونو څخه ډک دي او ممکن د سوزش او التهاب مخه ونیسي.

ددې سربېره تاسې کولی شئ په خپل خوراکي رژیم کې د سعتر (یو ډول بوټی دی چې پاڼې یې په خوړو کې استعمالیږي) په زیاتولو سره هم د ملا دردونه راکم کړئ، ځکه چې سعتر یو داسې طبیعي نبات دی چې د یو شمېر فعال اجزاو څخه برخمن دی کوم چې د دردونو احساس له منځه وړي.

د بریتانیا د روغتیا ملي ادراه وایي چې په منظم ډول بشپړ تمرین ترسره کول  هم کولی شي د ملا دردونه له منځه ویسي، او هم د بدن نورو برخو ته ګټه ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx