افغانستان

طالب پلاوي پاکستاني چارواکو سره په مهمو مسایلو خبرې اترې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان په سفر تللي لوړ پوړي طالب پلاوي اسلام آباد کې پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو، کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو او پاکستان کې د افغان محصلینو په ستونزو خبرې خبرې اترې کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په رسمي بلنه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی د افغان سولې او افغانستان او پاکستان ترمنځ یو لړ مهمو مسایلو باندې د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ددغو کتنو د جزیاتو په هکله ویلي، چې یاد هیئت اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق او یو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره ناستې او په «یو لړ مهمو» موضوعاتو یې بحث کړی دی.

طالبان وايي، پاکستاني چارواکو سره په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو په هکله خبرې کړي، چې ددوی په خبره د «پاکستاني جهت» له لوري یې د حل کېدو ډاډ ورکړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز څرګنده شوې، چې طالب پلاوي پاکستان ته د افغان کډوالو د سفري اسنادو ستونزه او کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځ ته کولو په اړه هم خبرې کړي:

«په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د تګ راتک او اسنادو ستونزې، په کراچۍ بندر کې د افغان تجارانو د مالونو د ډیمریج ستونزه، همدا ډول د افغاني صادراتو لپاره د لازمو سهولتونو او په لارو کې د نه ځنډولو په اړه بحث وشو.»

د خبرپاڼې په اساس د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې موضوع ترڅنګ په یاد هېواد کې د بندي افغان کډوالو په ستونزو هم دواړو خواوو ګټورې خبرې کړي:

«د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکول او هلته زموږ د محصلینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو غوښتنه وشوه، ورسره په هغه هيواد کې د افغان مهاجرینو د بندیانو  خلاصون په اړه هم خبرې وشوې، چې د هغه هېواد د چارواکو لخوا ژمنه وشوه چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي، بي سرنوشته او د کمو جرمونو بندیان به خوشي شي، د زیاتو جرمونو والابندیانو په بند کې به کمښت راشي.»

د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې طالب استازو له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې د امنیت او افغان سولې په بهیر هم خبرې اترې شوي او دواړو خواوو د افغانستان سوله او امنیت د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره مهم بللی دی.

طالبان وايي، چې په دغو کتنو او ناستو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور او ښو اړیکو په جوړولو دوه اړخیز ټینګار شوی دی.

طالبان په داسې مهال له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې بهیر ترڅنګ پاکستان کې د افغان کډوالو، سوداګرو، محصلینو، پاکستان ته د افغاني صادراتو او یو لوړ نورو مسایلو په اړوند خبرې اترې کوي، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه د طالبانو دیپلوماتیکې هڅې تر بل هروخت چټکې شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او د اروپا څانګې مسئول عبدالحق وثیق په مشرۍ طالب پلاوي د جرمني او سویډن هېوادونو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو او افغان سولې په تړاو په جلا جلا توګه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

ملا صاحب ‌دوه پوښتنې د پاکستانی مقاماتو څخه هتمآ وکړي
لمړی: په کوم جرم یې اته کاله زنداني کړی وي؟
دوهم : د ضعیف صاحب سره مو ولی دومره سپک وضعيت وکړ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x