افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره تلیفوني خبرې کړې او د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پيلېدو یې ټينګار کړی.

د مصالحې عالي شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې عمران خان له افغان سولې پروسې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او تر څنګ یې د روان بحران د پای ته رسېدو او د ثبات د تامین په موخه د بین الافغاني مذاکراتو په سمدستي پیل ټينګار کړی.

عمران خان د پاکستان ثبات د افغانستان په ارامۍ کې نغښتی بللی او په خبره یې « افغانستان کې سوله د پاکستان ثبات او لا اغېزناکو سیمه ییزو همکاریو ته لاره هواروي.»

نوموړي ددې تر څنګ عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړې.

ورته مهال «عبدالله عبدالله» د افغان سولې پروسې په بریا کې د پاکستان رول مهم بللی، په دې برخه کې یې د پاکستان له ملاتړ مننه کړې او وړاندې یې زیاته کړې «  د سولې لپاره استثنایي فرصت برابر شوی، باید د سولې په تامین کې ګټه ترې واخلو.»

د افغان سولې په تړاو د عبدالله عبدالله او عمران خان خبرې داسې مهال دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو  لوړ پوړی پلاوی د «ملا برادر اخند» په مشرۍ درې ورځې وړاندې اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو سره لیدلي.

بل لورته   کابل حکومت د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې  سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې چې له امله یې د افغانانو خپلمنځې خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

حکومت ځیني وخت د یو شمېر بهرنیو هیوادونو ملاحظات او کله بیا له طالبانو سره پاتې دولتي بندیان د طالب بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډ ګڼي؛ خو طالبان وایي، حکومت د «بهرنیانو» په فرمایش د پاتې طالب بندیانو د خلاصون مخه نیسي، تر څو بین الافغاني مذاکرات وځنډېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx