افغانستان

ننګرهار: واده ته  توکي لېږدوونکي موټر باندې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې پر هغه موټر چاودنې درې تنه ټپيان کړي، چې د واده توکي پکې بار وو.

د ننګرهار د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼي» په همدې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د شیرزادو ولسوالۍ اړوند « برې تاخۍ خوړ» سیمه کې هغه مازدا ډوله موټر د ماین ښکار شوی، چې په سیمه کې یې یوه واده ته توکي لېږدول.

د خوګياڼي په خبره، په چاودنه کې د نیازولي او سید خالد په نومونو د زوم دوه وروڼه وژل شوي او د موټر چلوونکي غبرګې پښې غوڅې شوې.

که څه هم تر دې دمه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو په دې وروستیو کې د سړک غاړې ماینونو د چاوېدو له امله د ملکي وګړو تلفات زیات شوي.

وړمه ورځ هم د سړک  د غاړې ماین چاودنې اووه ولسي وګړي وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx