دیني، سیرت او تاریخ

حیاء او پاک لمني (دریمه برخه)

لیکوال: مولانا ذوالفقار احمد نقشبندي

ژباړه: کریم الله زاهد

۲- د کاملې کامیابۍ زیری:

د الله تعالی ارشاد دی:

(قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1( …. وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5()[المؤمنون : ۱۰]

ژباړه: (په تحقیق بریالي (کامیاب) شوي دي مؤمنان(۱)…. او هغه (کسان هم بریالي شول ) چې دوی ساتونکی دي فروجو (ځای د شهواتو ) خپلو لره(۵))

په دې ایت کې د کامیابۍ ترلاسه کوونکو مؤمنانو ځیني صفات ذکر شوي دي چې له هغو څخه یو صفت پاک لمني ده. نو له دې معلومه شوه چې کامل بری او کامیابي پاک لمنو خلکو ته رسیږي. په عربي ژبه کې (فلاح) هغې کامیابۍ ته ویل کیږي چې وروسته یې ناکامي نه وي، یا داسي خوښي چې وروسته یې غم نه وي او د الله تعالی په نزد داسي عزت موندنه چې وروسته یې ذلت نه وي.

فطوبی لمن له هذا المقام

(مبارکي دي وي هغه چاته چې دا مرتبه لري)

 

پاک لمني د احادیثو له نظره:

۱- رسول الله ﷺ یو ځل د قریشو ځوانانو ته وفرمایل:

(يا شباب قريش احفظوا فروجكم لا تزنوا، الا من حفظ فرجه فله الجنة)[حاکم – بیهقي )

(اې د قریش ځوانانو!

د خپلو شرمځایونو حفاظت وکړئ، له زنا ځان وساتئ، خبر اوسئ! که څوک د خپل شرمځای حفاظت وکړي د هغه لپاره جنت دی.)

په دې حدیث شریف کې رسول الله ﷺ په څومره واضحو ټکو دا حقیقت ښکاره کړی چې که څوک د خپلو شرمځایونو حفاظت وکړي او د زنا له لارې د نفساني، شهواني او شیطاتي موقتو لذتونو د حاصلو ځان وساتي، هغه به د جنت دائمي خوشحالۍ ترلاسه کړي، همدې ته وايي:  په لږ زحمت  ډیر اجر.

حضرت نثار فتحي صاحب په دې اړه وايي:

 

(نور میں ہو یا نار میں رہنا
ہر جگہ ذکر یار میں رہنا
چند جھونکے    خزان کے بس سہہ لو
پھر ہمیشہ بہار میں رہنا)

(که په نور کې یې که په اور کې اوسې، هر ځای د یار له یاده سره اوسه.  د خزان څو بادونه وزغمه، وروسته همیشه په پسرلي کې اوسه. )

۲- د روم پاچا هرقل چې کله له ابوسفیان څخه وپوښتل چې  رسول الله ﷺ خلکو ته د کومو شیانو تعلیم ورکوي، نو ابوسفیان؛ که څه هم هغه وخت لا مسلمان شوی نه وو، په ساده الفاظو د نبوي تعلیماتو لنډیز داسي بیان کړ:

(يَأْمُرُنَا بِالصَّلاَةِ وَالصَّدَقَةِ وَالْعَفَافِ وَالصِّلَةِ)[صحیح البخاري، کتاب الادب، باب صلة المرأة ۴/۲۴]

(هغه موږ په لمانځه، صدقې، پاک لمنۍ او صله رحمۍ امر کوي.)

معلومه شوه چې د پاک لمنۍ لارښوونه د اسلام له بنسټیزو تعلیماتو څخه ده، بلکي داسي ویل پکار دي د اسلامي ټولنه چې پر کومو ستنو ولاړه ده، په هغو ستنو کې یوه یې پاک لمني ده.

پاک لمني د نبوت برخه ده:

۱- انبیاء کرام (علیهم السلام) هغه پاکي هستۍ دي چې الله تعالی د انسانیت د هدایت لپاره د مشالونو په توګه رالیږلي دي. هغوی خپله هم د پاکیزه ګۍ او پاک لمنۍ ژوند تیر کړی دی او خپلو متعلقینو ته یې هم د پاک لمنه ژوند لارښوونه کړې ده، ځکه نو پاک لمني د نبوت برخه ده.  الله تعالی چې کله حضرت زکریا علیه السلام ته د زوی زیری ورکړی نو وې فرمایل:

(وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ (39))[آل عمران : ۳۹]

(حال دا چې سردار به وي (په علم، حلم او تقوا سره) او ډیر منع راوړنکی به وي (له شهواتو سره له قدرته) او نبي به وي له (ډلي د) صالحانو څخه ( چې نه به خطا کوي او نه به ګناه ته قصد کوي ))

په عربي ژبه کې (حصور) هغه کس ته ویل کیږي چې پر خپلو شهاتو پر کنټرولو قادر وي او د نفس په فریب او چل اخته نه وي، د حضرت یحیی علیه السلام ژوند د همدې صفت ښکارندوی وو.

۲- کله چې د عزیز مصر میرمني زلیخا د تړلي اطاق او بهترني موقع په لیدلو سره له حضرت یوسف علیه السلام څخه په ښکاره الفاظو د خپل نفساني خواهش د پوره غوښتنه وکړه، نو یوسف علیه السلام فورا وفرمایل : (معاذ الله) (زه د الله تعالی پناه غواړم)

که څه هم یوسف علیه السلام د همدې انکار له وجې د زندان تکلیفونه تیر کړل، خو یوه ورځ داسي راغله چې زلیخا پخپله پدې خبرې اقرار وکړ چې

(وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ ۖ ) [سورة یوسف : ۳۲]

(او خامخا په تحقیق طلب کړی وو ما له ده له نفسه دده (مدعا خپله) نو ځان یې وساته (او زما مطلب یې ونه کړ))

الله تعالی د یوسف علیه السلام په تعریف کې فرمايي:

(كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ ۚ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ)[سورة یوسف : ۲۴]

(هم داسي (ساتلی دی مونږ یوسف په عصمت سره) ددې لپاره چې وګرځوو مونږ له ده ځیني بد او ناکاره فعل ( چې خیانت او زنا ده)، بیشکه دغه ( یوسف ) زموږ له مخلصو ( غورو، پاکو ) بنده ګانو څخه ؤ.)

له همدې معلومیږي چې انبیاء کرام ټول د الله تعالی له لوري انتخاب شوي کسان وه چې ټولو یې د پاکیزه ګۍ او پاک لمنۍ ژوند  تیر کړی دی. نو ثابته شوه چې پاک لمني د نبوت برخه ده.

پاک لمني د ولایت شرط دی:

الله تعالی په قرانکریم کې د نیکو بنده ګانو صفات ذکر کوي او فرمايي:

( وَلَا يَزْنُونَ)[فرقان: ۶۸]

(او نه دوی زنا کوي)

نو له همدې معلومیږي چې اولیاء الله له زنا څخه ځان ساتي. تفصیل دا دی چې سالک او د تزکیې د لاري لاروی پر نیکۍ او پرهیزګارۍ باندي د ثابت پاته کېدلو له وجې په اولیاء الله کې شاملیږي. الله تعالی خپل اولیاء او دوستان پخپل حفاظت کې اخلي او هغوی له هر ډول کبیره ګناهونو څخه ساتي. دا هم د رحمت تقاضا ده او هم د دوستۍ حق او الله تعالی تر ټولو زیات رحیم او تر ټولو ښه دوست دی.

– د الله تعالی دوستان د خپل ریښتني محبت له وجې د ماسوا خوا ته د خپلو سترګو اړول هم نه خوښوي. که چیري د وخت پاچا یوه غریبه، بې وارثه یتیمه او بې سرپنا نجلۍ خپله ملکه کړي او هغې ته پخپل شاهي محل کې هر ډول نعمتونه ورکړي، خدمتګاران ورته وټاکي، د اغوستو لپاره د فخر وړ لباس او کالي ورکړي، د خوراک څښاک لپاره یې مکلف خواړه برابر کړي، په سپینو او سرو زرو کې یې پټه کړي، د خزانې دروازه ددې په اشاره خلاصیږي او پاچا هم د خپلې ملکې سره د ډیر عزت او محبت رویه کوي، نو که چیري یو بدشکله چرسي د خپلو بد بویه کالو او بد بویه جسم سره له ملکې جنسي خواهش وکړي، په داسي حال کې چې پاچا هم دا حالت ګوري، ملکه به دې چرسي ته د یوې لحظې په اندازه هم متوجه نشي او نه به سترګې ورپورته کړي. د الله تعالی د دوستانو د زړه کیفیت هم همداسي وي، یو طرف ته پر هغوی د الله تعالی بې شمیره احسانات کیږي، هره لحظه د هغوی پر زړونو د کریم ذات د مهربانیو بارانونه اوري، پر هر قدم د الله تعالی د مرستي او نصرت لیدنه کوي او الله تعالی هغوی د دنیا له غمه خلاص او د خپل محبت او الفت له خوږوالي برخمن کړي وي، که په دې حال کې کوم غیر محرم کس دی د ګناه لوري ته متوجه کوي، دی به د  (څو څاڅکي ګنده ګۍ) په خاطر د خپل حقیقي مالک د ناراضه کولو فکر هم ونه کړي.

– حضرت سلیمان بن یسار رحمه الله مشهور محدث دی. حج ته په لاره کې یې په یوه ځنګه کې پړاو واچاوه. ملګری یې د کوم کار لپاره ښار ته ولاړی او دی په خیمه کې یوازي پاته شو، په دې وخت کې یوه ښکلې نجلۍ خیمې ته راغله او د یو څه غوښتنه یې وکړه، سلیمان بن یسار رحمه الله د خوراک لپاره څه ورکړل، خو هغې ښکاره ورته وویل زه له تا هغه څه غواړم چې یوه ښځه یې له نارینه څخه غواړي. حضرت سلیمان بن یسار رحمه الله چې دا واورېدل پوه شو چې شیطان دده د ټول عمر د زحمت د ضایع کولو لپاره دا ښځه را استولې ده، نو د الهي خوف او ویري له وجې ژړا واخیست، ډیر زیات یې وژړل تر دې چې ښځه شرمینده له خیمې ولاړه. حضرت سلیمان بن یسار رحمه الله د الله تعالی شکر وکاږه چې دی یې له دې مصیبه وساته. کله چې شپه شوه او ویده شو، حضرت یوسف علیه السلام یې په خوب ولید او ده ته یې وفرمایل: ( تا د یوه ولي په توګه هغه کار ترسره کړ چې یوه نبي کړی وو.)

– حضرت جنید بغدادي رحمه الله …

راتلونکې برخه کې…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx