ټولنیزه برخه

ځان وپېژنئ!

ژباړه: عطا محمد میاخېل

داسې وګڼئ، چې دا اوس له تاسو څخه څوک پوښتنه کوي، چې تاسو څوک یاست؟ څه ځواب به ورکړئ. هغه ته څنګه ځان ور پېژنئ، د دې پوښتنې د ځوابولو له پاره باید هغه څوک په سمه توګه وپېژنئ، کوم چې ستاسو په دننه کې ژوند کوي او ساه باسي. آیا هغه په سمه توګه پېژنئ؟

د دې د تشخیصولو له پاره، چې په ژوند کې څه غواړئ، باید هغه څوک چې ستاسو په دننه کې دی او ستاسو هیلې مطرح کوي، په سمه توګه وپېژنئ، کله چې تاسو ځان وپېژانده او درک مو کړ، نو کولای شئ، چې خپل بېساری ځواک تجربه کړئ.

د ځان په پېژندنې سره، ځان ته دا اجازه ورکوئ، چې آزاد واوسئ او اجازه به ورنکړئ، چې ژوند له دې څخه زیات تاسو شاته پاتې وساتي، په دې صورت کې د پرمختګ له پاره، مثبته انرژي را منځته کوئ. تاسو یو بې جوړې کس یاست، د دې عبارت په اړه ښه فکر وکړئ. د میلیونونو انسانانو له منځ څخه، چې د ځمکې کرې پرمخ ژوند کوي، داسې څوک نه پیدا کېږي، چې په بشپړه توګه ستاسو په څېر وي. که څه هم داسې افراد شتون لري، چې ښایي تاسو سره ورته والی ولري او یا دا چې تر یوه بریده ستاسو په څېر چلند وکړي، خو کله چې په ټوله کې ځان ته ګورئ، یوازې ستاسو یوه بېلګه ( نمونه ) شتون لري او هغه تاسو خپله یاست.

هغه حقیقت چې وایي تاسو بې جوړې یاست، کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، هغه څه چې ستاسو په دننه کې دي او یوازې تاسو ته در کول شوي، ترڅو په نړۍ کې توپیر را منځته کړئ تشخیص کړئ. په هر حال تر کله چې ځان په سمه توګه ونه پېژنئ او ونه پوهېږئ، چې دغه بې جوړې جوهر، چې ستاسو په بنسټ کې شتون لري څه دی، تاسو به یې هېڅکله تجربه نه کړئ، خپل وخت مه مصرفوئ، ترڅو دا ځانګړتیا په نورور کسانو کې پیدا کړئ. کله چې له نورو سره ځان پرتله کوئ او هڅه کوئ، چې د هغوی په څېر کړنې ترسره کړئ، نو په دې حالت کې له ځانه انکار کوئ او هغه فرصت چې ستاسو په واک کې دی او هغه استعدادونه او وړتیاوې چې تاسو ته په ډالۍ کې درکول شوي، له منځه به یې یوسئ.

ستاسو بریاوې او هر هغه څه چې تاسو کولای شئ، په ژوند کې یې نندارې ته وړاندې کړئ او له نړۍ سره یې شریک کړئ، یوازې هغه مهال شوني دي، چې ځان، خپل استعدادونه او خپلې بریاوې او هغه څه چې ټاکل شوې ده، بشري ټولنې ته یې ډالۍ کړئ، په سمه توګه وپېژنئ. ټاکل شوې ده، چې تاسو ستر کارونه په خپله تګلاره ترسره کړئ. تاسو کولای شئ، دې لارې ته یوازې د هغه کس په پېژندلو سره، چې ستاسو په دننه کې شتون لري، دوام ورکړئ، هغه ته د څرګندېدلو اجازه ورکړئ او د هغه له لارې څخه خنډونه لرې کړئ، ترڅو وزېږېږي.

هغه حقیقت، چې وایي تاسو بې جوړې یاست، کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو هغه څه تشخیص کړئ، چې ستاسو په بنسټ کې دي، چې یوازې تاسو ته درکړل شوي دي، ترڅو په نړۍ کې توپیر را منځته کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx