دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي حکومت کې له غیرمسلمو (ذمیانو) سره چلند او پرتله

امرالله عمران

د عمربن عبدالعزیز په اړه راځي چې د رومیانو نه یې خپل قیادیان په بدل )فدیه( د خوشي کولو لپاره عبدالرحمن بن ابي عمرة ولیږه، او ورته امر یې وکه چې د رومیانو سره دمسلمانانو ترڅنګ ذمیان هم را خوشي کړه! کوم چې د رومیانو سره بندیان وو، او څومره فدیه چې د مسلمانانو لپاره ورکوي د ذمیانو هم چې څومره فدیه غواړي وریې کړه او راخلاص یې کړه!.

علماء فرمایې چې د ذمیانو سره د عقد همدا تقاضا ده او د ذمیانو په باره کې بیا د اسلامي حکومت دریځ تل همداسی پاتې شوی، په بل ځای کې دعلی رضی الله عنه نه نقل دي، (انمابذلوا الجزیة لتکون دمائهم کد مائنا واموالهم کامو النا)
ژباړه: ذمیانو جزیه ددې لپاره موږ ته راکړی چې وینې یې زموږ د وینو او مالونه یې زموږ د مالونو په څیر محفوظ وي.

مسلمانانو تل په خپل همدې اصل عمل کړی دی، او اسلامي حکومتونه به ډیرو سختو حالاتو او شرایطو کې هم د مسلمانانو نه زیات دخپلی واکمنۍ لاندې د ذمیانو د ځان مال او عزت ساتنې ته ژمن پاتې شوی دي، چې پخپله نامسلمان هم پرې اعتراف کوي، څوک به د مسلمانانو په ټول۱۴ سوه کلن تاریخ کې کوم کوچنی داسې مثال هم وړاندی نکړای شي چې پکې د خیر القرون د زمانې نه ډیر راورسته کوم اسلامي حکومت د ذمیانو سره امتیازي سلوک یا ظلم کړی وي، یایې د دوئ حقوق ترپښو لاندی کړی وي، چې همدا د مسلمانانو د تاریخ یو ډیر زرین باب دی.

او په اسلام کې د دوي لپاره ځانګړي احکام دي، چې نه په دوي باندي ظلم کیږي، او نه به له خپلو عباداتو منعه کیږي، او حقونه یې د نورو مسلمانانو غوندې خوندي دي، نفس، ناموس، مال او نور…

اوس به راشو د کفري ټولنو کې میشتومسلمانانو ته چې په کوم وضعیت کې یې ژوند تیر کړي او تیر وي، هلته چې خپل انساني حقونه نه ورکول کیږي، په کوم ملکونو کې بیا کله ورباندې د عباداتو محدودیتونه هم لږول کیږي، او نه ورته پریښودل کیږي، د مقدساتو سپکاوي یې کیږي، په ډیري بی رحمۍ سره یواځي په دې جرم شکنجه کیږي او وژل کیږي چې مسلمان وي.

د برما بودایې رژیم کړني خو د یو مسلمان هم نه هیریږي، چې څنګ قیامت یې په مسلمانانو تیر کړ، کورونه یې ورته وسوزول، او ژوندیو انسانانو ته یې اورونه واچول، نه په خپله کار ته پريښودل کیدل او نه بازارونو ته اجازه ورکول کیده، او داسي ځای کې یې راټول کړل چې رڼي اوبه ورته نه پیداکیدي د باران اوبه به یې څښلي
هو! په مینمار کې روهنګیایې مسلمانان حالت د نړۍ بشرحقونو هم لیده، چې هلته میشت قیادت پري څنګه قیامت راوستي وو، تابعیتونه تري واخیستل شوو، د کارحق نه ورکول کیده، و وژل شوو، دردونکې شکنجه ورکول شوي، کورونه او مساجد یې وسوزول شوو، چې داسې غیر انساني چلند او عملیات ۱۷ ځلي ترسره شول، چې د ستراتیژیکو او سمه ییزو څیړنو مرکز په حواله د ۱۹۷۰ لسیزي تقریباً یومیلیون روهنګیایې مسلمانان په مینمارکې دبد وضعیت له کبله کډوالۍ ته اړ شول، له دوي څخه (۶،۵۲) لکه په بنګلدیش (۵.۳) لکه په پاکستان، (۲۰۰۰۰۰) لکه په سعودي عربستان، (۱.۵) لک په مالیزیا، (۴۰۰۰۰) څلویښت زره په هند، (۱۰۰۰۰) لس زره په عربي متحدالمارت (۵۰۰۰)پنځه زره په تیلنډ، او (۱۰۰۰) تنه په اندونیزیا کې کډوال دي،
خو تش په نوم بشر پاله ټولنه نه وه. ځکه د دوي په قاموس کې د بشر پالنه د غیر مسلمو او دخپلو ارزښتونو د خوندې کول د یوي حربي په توګه د کارولو په معنا استعمالیږي.

دې بشري ټولنو خو د چین ظلمونه هم ونه لیدل !
دا څه موده مخکې مود چین کمونستي حکومت دریځ هلته د میشتو مسلمانانوپه مقابل کې ولیده! چې څنګه یې په ډیري بی رحمۍ سره زندانو ته واچول، شکنجه یې کړل، ویې وژل او مدرسي او مسجدونه یې ورته بند، او هلته په میشتو مسلمانو ښځو یې پړوني بند کړل، په یوه ویډیو کې مې لیدل چې د ښځو نه پړوني لري کوي، او لوږدې لمني لرونکې کمیسونه ورته د زنګو پورته پري کوي، دا اونوري د وحشتونو ننداري خو یې د لیدلو نه دي!

دا د کفري ټولني د بشر حقونه دي، دایې چلند دی!
کله له دې تیر شو په هند کې بیا د مسلمانانو وضعیت هم همداسې دي چې د متعصبه هندو دولت له لوري یې اسلامې ارزښتونه، پیمال کیږي، او هغه انسانې حقونه لا نه ورکول کیږي،څه موده مخکې مو ولیده چې هلته موجوده حکومت څه حال په مسلمانانو راخیستي وو، د بابر پوخانی جمات یې په مندر بدل کړ، نور ځینو مسجدونه یې وسوزل، او هلته د سکانو د محکومیت لاندې زپل کیږي، خو د دوي سره بیا په افغانستان کې څنګه چلند کیده او کیږي، دوي ته ټول هغه حقونه چې یو مسلمان یې لري ورکول کیده او ورکول کیږي.

دا د بشر پالې ټولنې حقونه دی چې موږ ته یې د یو انسان او مسلمان په توګه راکړي، موږ دا څو پیړي د یو سوچه اسلامې نظام ته نه یو پریښودل شوي، چې دوي ته د انسانیت اصلې مخ ښکاره کړو چې موږ مسلمانان دونیا ته د امن او فلاح زیري ورکونکې یو.

هغه ورځ هم لري نه ده چې مسلمانان یوځل بیا د خپل مجد خاوندان شي، او نړۍ دالله تعالی په رالیږلې احکامو ګلورینه کړي.

د همدې ورځې په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x