افغانستان

د کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږي، ۱۳۹۹ل): له وړمې شپې راهیسې د هېواد پلازمینې کابل په ګډون یو شمېر شمالي او سویلي ولایاتو کې د زیاتو اورښتونو او شدیدو سیلابونو له کبله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اووښتي دي.

وړمه شپه د کابل شمال ته د پروان ولایت مرکز چاریکارو او شاوخوا سیمو کې د موسمي اورښتونو او سیلابونو له کبله تراوسه د مړو شوو کسانو شمېر له ۱۱۰ څخه اووښتی او شاوخوا ۲۲۰ تنه نور ټپیان دي.

ددې ترڅنګ له ۴۰۰ څخه زیات د استوګنې کورونه نړېدلي او د خلکو کروندې هم له منځه تللي دي.

د پروان په څنګ کې د کابل ولایت په یو شمېر سیمو کې هم د وړمې شپې سیلابونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د کابل د عامې روغتیا رئیس کمال نبي زاده رسنیو ته  ویلي، چې وړمه شپه ددې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دغه سیلابونه چې د سروبي ولسوالۍ په ګوګامنده او خویندک سیمو کې راوتلي، له امله یې ۸ عرادې موټر هم اوبو وړي او یو شمېر نور موټر بې درکه دي.

په ورته مهال د کابل په لویدیځ کې د میدان وردګو ولایت په جلریز، نرخ او چک ولسوالیو کې هم وړمه شپه  او پرون ورځ سیلابونه راوتلي، چې له امله ۵ تنه مړه، ۲ ټپیان او ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

له بل پلوه د کابل په سویل لوګر ولایت کې هم د سیلابونو له امله که څه هم ځاني زیان نه دی رامنځ ته شوی؛ خو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوړیدلي دي.

د هېواد په سویلي ولایتونو خوست، پکتیکا او پکتیا کې هم چارواکو د درنو اورښتونو او سیلابونو له کبله خلکو د مالي او ځاني زیانونو اووښتو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x