نړۍ

نیوزیلاند؛ پر مسجد وحشي برید کونکی په «نه بښونکي عمري بند» محکوم شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د نیوزیلاند محکمې هغه وحشي بریدګر چې تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه یې د دغه هېواد په دوو جوماتونو کې خونړیز بریدونه کړي وو، په نه بښونکي عمري بند محکوم کړل شو.

د نیوزیلاند محکمې د اګست په ۲۷مه نېټه نن د پنجشنبې په ورځ د استرالیاوي الاصله برنټن ټارنټ ته د عمري بند سزا ورکړه، چې دا د دغې هېواد په تاریخ کې لومړۍ نه بښونکې سزا ده.

له دې وړاندې د جولایي په ۴مه نېټه رسنیو خبر ورکړی و چې د نیوزیلاند د سترې محکمې قاضي «کامیرون مینډر» پر مسجد ترهګریز برید کونکی په اعدام محکوم کړی و چې د اګست په ۲۴مه نېټه به اعدام شي خو دغه پریکړه په نه بښونکي عمري بند بدله شوه.

یاد وحشي بریدګر دغه بوږنونکې صحنه د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه ښودلې وه چې په نړۍ کې یې یو ډول وحشت خپور او نړیوال یې حیران کړل.

په دغه برید کې ۵۱ لمونځ کونکي شهیدان او ۴۰ نور ټپیان شول. د نیوزیلاند څارنوالۍ وایي بریدګر د دریم خونړي برید پلان هم درلود خو ونه توانېده.

د نیوزیلاند حکومت هغه مهال د وسلو لرلو په هکله قانون سخت کړ او په وژونکو آلو یې بندیز ولګاوه. ددغه هېواد لومړۍ وزیرې یاده پېښه د نیوزیلاند په تاریخ کې توره ورځ وبلله او د کورنیو سره یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x