نړۍ

اردګان؛ پر خپل تمدن برلاسي کېدل اشغال نه بلکې د زړونو خپلولو معنی لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي چې زموږ پر خپل تمدن فتحه او برلاسی د اشغال معنی نه لري بلکې دې ټکي ته اشاره کوي چې اساسي هدف مو د زړونو ګټل دي.

دغه خبرې ښاغلي اردګان د خواله رسنۍ له لارې پر خپله ټویټر پاڼه د «ملاذکرد» معرکې په یاد کې کښلي دي، «زموږ پلرونه د ملاذکرد له ټاټوبي په اسانۍ پورې وتل تر هغو چې د ایجه او مرمره ساحلونو ته ورسېدل، او دا فتحه کړې ځمکه یې خپل ټاټوبی وګرځاوه، خو پر خپل تمدن برلاسي کېدل د اشغال او زر ترلاسه کولو په معنی نه دي بلکې په دغه ښارونو کې برلاسي کېدل د الله تعالی د اوامرو سره سم عدالت پلي کول دي».

هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې موږ تل وایو اصلي هدف مو زړونه پرانېستل او ګټل دي، «زموږ پلرونو هیڅکله په خپل تاریخ کې امپریالي ذهنیت نه دی خپل کړی، زموږ پلرونو فتحه کړي ښارونه ودان کړي، په دې اړه تاریخ ګواه دی، په هغه خاوره چې سلطنت یې ترلاسه کړی ټول ملت یې د امنیت، هوساینې، بښنې او زغم لپاره چمتو کړی دی».

«که چیرې تاسې یو ځای فتحه کړئ، پر هغې تسلط خپل کړئ، خو د ظلم مخه ونه نیسئ، عدل او قانون پلي نه کړئ، د خلکو ژوند ته هواینه ورونه بښئ، دې ته فتحه نه ویل کیږي، په دې اړه اساسي هدف زړونه ګټل دي».

اردګان زیاته کړې، موږ هم د خپلو نیکونو پر لاره د تګ جدي کوښښ کوو، تر څو مو راتلونکي نسل ته یو غوره امانت پریږدو، او پر هغه ځمکه چې موږ قدم ږدو عدل پلي کړو او حق او قانون برلاسی کړو.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس په یوه جلا راپور کې ویلي چې د اردګان اشاره د مالاذکرد معرکې ته ده چې د سلجوکیانو (ترکي مسلمانانو) او بیزنطیانو ترمنځ د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه ۱۰۷۱م کال کې رامنځته شوه، په دې جګړه کې سلجوکیان د الب ارسلان په مشرۍ وتوانېدل د بیزنطیانو څلورم رومانوس «امپراتور دیوګینیس» مات کړي.

د زیاتو معلوماتو له مخې په دغه معرکه کې بیزنطیانو غوښتل د زرګونو لښکرو په زور د سختو درنو وسلو سره ټول په یوه سر راټول شي او مسلمانانو ته ماتې ورکړي، خو د الب ارسلان ځانګړي تکنیک او د الله په مرسته یې د بیزنطیانو ستر لښکر مات او دغه سیمه فتح او عدالت پلي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله الفاروقي

لیکنه اخیره داسی کوه :
خو د الب ارسلان د الله تعالی په مرسته
او بيا په ځانګړي تکنیک یې د بیزنطیانو ستر لښکر مات او دغه سیمه فتح او عدالت پلي كر .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx