واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

امریکا د دوو ورک سویو امریکایانو د پیداکولو لپاره پنځه میلونه ډالره انعام اعلام کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د متحده ایالاتو حکومت د هغو دوو ورک سویو امریکایانو د پیدا کولو لپاره پنځه میلونه ډالره انعام اعلام کړ چي په افغانستان کي لادرکه سويدي. یو یې د امریکا د سمندري قواوو پخوانی عسکر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د چهارشنبې د ورځي اعلامیه وايي مارک فریریشس چي د سمندري ځواکونو پخوانی عسکر دی، د دې کال د فبروري په میاشت کي د افغانستان په یوه برخه کي ورک سوی دی. مارک له ۲۰۱۰ راهیسي په افغانستان کي ژوند کاوه، او په مختلفو ساختماني پروژو کي بوخت وو.

دوهم امریکايي پال ووربای نومېږي. هغه یو لیکوال دی. نوموړی په ۲۰۱۴ کي د خوست په ولایت کي ورک سویدی. ښاغلي پال غوښتل چي هلته د خپل کتاب لپاره تحقیقات وکړي.

د ښاغلي فریریشس کورنۍ د یوه امریکايي تیلویزیون سره په مرکې کي ویلي دي چي هغوی ډارېږي چي امریکايي عسکر به له افغانستانه راووځي، او هغه به تر شا پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx