افغانستان

د ناټو ملکي استازي په قطر کې د طالبانو سیاسي هیئت سره کتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو د طالبانو سیاسي استازو سره د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو د اړیکو او ملاقاتونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ناټو تړون ملکي استازي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو تازه ټویټ کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په  مشرۍ طالب پلاوي د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو او ورسره هیئت ترمنځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.

شاهین زیاتوي، ددې کتنې په ترڅ کې سټیفانو پونټیکورو د ناټو تړون په استاځولۍ ډاډ ورکړی، چې د دوحې تړون ته پوره ژمنتیا لري او په مقابل کې یې طالب پلاوي هم د یاد تړون د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چارواکو سره د ناټو او اروپايي  استازو د لیدنو لړۍ په داسې مهال چټکه شوې، چې دوه ورځې وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

ددې سفر په ترڅ کې طالب پلاوي د پاکستان هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په ګډون لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره  د بین الافغاني مذاکراتو، پاکستان کې د افغان کډوالو، محصلینو، سوداګرو او مسافرو د ستونزو د هوارولو په موخه خبرې اترې کړي او پاکستاني لوري څخه یې دغه هېواد کې د میشتو افغانانو د ستونزود هوارۍ ژمنې اخیستي دي.

ددې ترڅنګ په تیرو اته څلوېښت ساعتونو کې د جرمني او سویډن هېوادونو استازو هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو خبرې اترې کړي، چې د شنونکو په باور د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو سره د طالب هیئتونو ناستې او کتنې د طالبانو د فعالې دیپلوماسۍ ښکارندويي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx