افغانستان

طالبانو په میدان ودرګو کې ۶ رغنیزې پروژې پیل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې طالبانو د څلور سوه زره(۴۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو او بنسټیزو پروژو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه پروژې چې د چک ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون ولایتي مسئول مولوي صبغت الله خطاب له لوري پرانیستل شوي، په بشپړېدو سره به یې د سیمې ګڼ خلک ورڅخه ګټه پورته کوي.

ددغو پروژو له جملې څخه د چک ولسوالۍ د سید ویالې بند دی، چې د کولک، مندوخیل، نورخیل، دوران خیل، چک، سني خیل، رشیدان او بوکسري کلي به ورڅخه ګټه اخلي. دغه بند د کولک او مندوخیلو څخه پیل او تر رشیدانو پورې به غځیږي او ترڅنګ یې د قرباني او سپین ښاره بند کار د جوړولو کار هم پيل شوی دی.

طالبان وايي، ددې ترڅنګ یې په یادې ولسوالۍ کې د مڼو لس(۱۰) سړو خونو او د کچالو شل(۲۰) ذخیرو د جوړولو سربیره د «مدو» او نیک پایقول درې د «سرپوښ» کلي د کاریزونو د رغولو چارې یې هم کړي، چې په خبره یې له بشپړېدو وروسته به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو لخوا یو شمېر عام المنفعه او بنسټیزې پروژې په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې تردې وړاندې هم د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې بې وزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سړکونه مه خرابه وی هماغه هم پروژې دی. بیا د څلور سوه زرو په ارزښت به دا پروژي څه وی او څه ګټه به خلکو ته ورسوی. حد اقل خو څلور زره ډالره باید وای.

طوطی

د الله په خاطر د ارزګان د چارتو د ولسوالی لار خلاسه پریږدی. دا کمک به مو له هغو خلکو سره کړای وای چی هره ورځ له لوژې مري. د خلکو څخه د سپر په توګه استفاده ضد اسلامی او بشری کار دی. دا پرون اتلس کسان له لوږې مړه شول جهاد همدې ته وایی؟

جانان احمدزي

ستاسو پروژې به هم د ماشومانو پروژې وي. ستاسو کسان بغير له وژلو بل کمال نلري هسې لړل او تپل دي . د پروژې ډيزاین کول د بې سوادانو کار ندی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx