لیکنېنظــر

قطر؛ او د ناکامو فیصلو پر لار د تلو خطر!

استاد محمد زمان مزمل

هیئتونه وټاکل شول په کابل او قطر دواړو کې کیدای شي په قطر کې لا بشپړ شوی نه وي خیر درې ماښامه وروسته به وټاکل شي څومره چې د خلکو توقع ده هومره پکې ددغو هیئتونو د سوابقو په حساب د یوې ښې فیصلې هیله بیاهم د پال او د کونډو د دعاو په حساب د یوه امید ځای ده نه د منطق او محاسبې له مخې.

کابل باید پوه شي او قطر تر کابل لس برابره باید ژور سوچ وکړي چې ددې مظلوم او بدبخت هېواد ډیری پریوتنې، بایلودنې په همدغو غیر ملي په نامه ملي موافقو کې رامنځته شویدي.

د پنډۍ د مشورتي شورا وروسته او مخکې د حرم تړون، مکې تړون، اسلام اباد تړون د نواز شریف په حضور کې، د مکې د دارالضیافه تړون د ملک فهد په حضور کې، د بګرامۍ د خیمې تړون د اعجازالحق او ترکي فیصل په حضور کې، د قلعه حیدر خان تړون زما(مزمل)او زما د ملګرو ډاګټر صاحب حنیف او نورو په حضور کې، د جلال اباد تړون د خدای بخښلي حاجي قدیر جلال اباد شورا او د ډاګټر صیب فاروق اعظم د قومي درنو مشرانو په حضور او د همدې شورا په لړ کې وروستۍ موافقتنامه چې زموږ د مستعفي حزبیانو زما، ډاګټر حنیف، انجنیر عبیدالله او نورو پر هڅه چې د وزارت دفاع نه د مسعود په لرې کېدو وشوه او وروستۍ تر ټولو بدبخته یعنې د بٌن تړون چې شل کاله یې زموږ ملت په یو دوزخي کمربند کې دننه وکړاوه.

دا ټول هغه عبرتونه او هغه ناکامې تجربې دي چې د کابل او قطر مشران باید دا ځل او وروستی ځل دا ملت د همدغسې ټیټو حلونو په مدار کې واقع نکړي.

یو شی چې له پخوا نه یې نېمګړتیا معلومه ده چې افغاني سیاسي لوبغاړي چې زیات یې د ګاونډیانو وسیله دي همیشه همدغسې ټیټو تړونونو کې بند پاتې کیږي ،دا ځل هم که ددغو غزیزانو اول نمبر پکې نشته خو د دویم نمبر تلونکو ذهن او سوچ مبادا همدغسې حزبي ټیټې اندیښنې او د ګاونډانو د مشورو نه د تاثر له مخې په همدغسې یو بدبخت تړون دا ملت ور برابر کړي.

د دواړو طرفونو هیئتونو ته پکار دي چې د تېرو ناکامو تجربو پر کاپي کولو دا ملت ونه دردوي او طالب او د قطر طالب چې له ګاونډیانو لرې موقیعت لري هغوی ته پکار دي چې هره شپه د تهجد د لمانځه وروسته خپل سوچ بدل کړي او د افغانانو مشکل په یوه نوي سوچ ،په یوه ملي اجنډا د شمال جبهې او طالب د تنګې معاملې نه لرې په یو ملي سوچ دا وروستی تړون مفتخر کړي.

طالب چې ناټو او امریکا یې ناکامه کړې اوس به پوه شو چې د مسلې په اصلي حل کې د هغه له توان او سوچ څه راپیدا کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx