لیکنېنظــر

طالبان؛ او د امریکا دویم نمبر متحد کابل!

استاد محمد زمان مزمل

امریکا او کابل د طالب په پرځولو کې ځکه ناکام شول چې امریکا په افغانستان کې افغاني احزابو او ارګ ته د پاکستان له زاویې کتل او د کابل پر حکومت یې تر پایه داسې باور ونکړ چې امریکا په افغانستان کې د جنګي او سیاسي وضیعت په اړه له افغاني متحدینو سره مشوره د اسلام اباد د مشورو او تحلیل بدیل کړي د همدې ځایه او له همدې ترخ طالب لویه ګټه پورته کړه.

دا چې په سیمه کې اسلام اباد د امریکا باوري او اول نمبر پارټنر دی دا یو تاریخي حقیقت دی ،ولې دا چې ارګ او کابل تر پایه یا دا درک نکړه یایې د درک مطابق ځان عیار نکړ، یایې د امریکا سره په وخت چنې ونه وهلې او بیا په هغو مسایلو کې چې د افغانستان فوځیانو پکې سرونه بایلودل دا نو هاغه سیاسي زیان دی چې د ملي حاکمیت بایلونکي ډلې او مشران پکې د همدغسې وضیعت سره مخامخ کیږي چې کابل او ارګ ورسره مخامخ شو.

طالبانو تر پایه د کابل سره مذاکرات ونکړل او چې د امریکا سره یې مذاکرات پیل کړل کابل پکې نیمه یا پوره غیب وه او په هغه صورت کې چې خلیلزاد له دوی سره د مذاکراتو په مهال ملاقاتونه کول یوازې په هغه کٌلیاتو یې بسنه کوله چې تش په خوله د یوه ښه حل اطمینان یې ارګ ته ورکوه.

نن چې د جنګ په ځای امریکا د سولې بدیل په مخه کړی بیاهم د پېښو تسلسل په همدغه مدار کې روان دی چې د سولې جریان امریکا له خپل سیمه ایز باوري پارټنر اسلام اباد سره پخوي او ښایي پوخ کړی یې.

د افغانستان سیاسي مشران یوازې پر هغو ګواښونو حساب کوي چې تر دې دمه تر شلو ځلو امریکا ددغو ګواښونو دهمکي پاکستان ته ورکړې ولې د پاکستان یوه تڼۍ هم پکې ونه شلیدله او کابلي مشران پخپلو اظهاراتو تبصرو کې همدا له پخوا وایې چې پاکستان نور ختم شو، پاکستان یې ختم کړ، پاکستان محاصره شو او پاکستان تجرید شو.

د جنګ تحولاتو په اړه د کابل بې بصیرتۍ طالب ته هاغه سیاسي مقام ورکړ چې تر دې دمه یې تر هر چا له امریکا سره پخې چنې وکړې ولې دا چې د افغاني مذاکراتو په پیلیدو به دا ځل امریکا د کابل په ځای پر طالب هماغه ماجرا تکرار کړي چې په قطر کې یې پر ارګ او کابل تکرار کړه دا هغه څه دي چې د افغانستان د یوې نېمګړي سیاسي حل پکې یو قوي احتمال دی.

طالب مشران باید د امریکا سره خپل تېر مذاکرات د یو سیاسي مثال په توګه دوکه نکړي بلکې امریکا به په بین الافغاني مذاکراتو کې دا ځل د خپلې لوبې وروستی مخ او استر له اسلام اباد او کابل سره په مشوره ډیزاین کوي.

طالب د قطر د مذاکراتو د لوبو میدان وګاټه مګر دویم میدان چې د سفارتي لوبو او معاملو میدان دی هغه تر لومړي زیات خطرناک بریښي ځکه افغانستان په دواړو صورتو کې یعنې د طالب د روغې نه بعد هم پخه مشوره له اسلام اباد سره لري نه له قطر سره، پیکه کابل یې ژوندی مثال وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx