افغانستان

یو کس د واده په لومړۍ شپه خپله ناوې په چاقو وژلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د هېواد په لویدیځ ولایت نیمروز کې یو تن خپله ناوې د واده په لومړۍ شپه د چاقو په وسیله وژلې ده.

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر شیرحسن شیرزاد رسنیو ته په دې هکله  داسې ویلي: «دا پېښه د شپې یوه بجه ددې نوې جوړې په خونه کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې»

نوموړی زیاتوي، وژل شوې ناوې رقیه نومیږي، شل کاله عمر لري او د خپل خاوند له لوري د چړې په ګوزارونو په ډیرې بې دردۍ سره وژل شوې ده.

د وژل شوې ناوې خاوند د پولیسو له لوري نیول شوی او دا مهال د امنیه قومندانۍ په توقیف خونه کې بندي دی.

د نیمروز د ولایتي روغتون ډاکټران وايي، چې د وژل شوې ناوې په بدن د چاقو ۴۲ پرهرونه موجود وو او داسې برېښي چې په ډیر سختۍ سره یې خپل ژوند بایللی دی.

په نیمروز ولایت کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځ ته کیږي،  چې په تیرو شپږو میاشتو کې ددې ولایت په مختلفو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي پرمال ۳ میرمنې وژل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I am sorry to hear that. Afghan girls have never smiled in their lives.
ALLAH DE JANATOONA NASEEB KA

pattang

نالت د خدای د وي په داسې فاسدینو دوی نه له اسلامي احکامو او نه نورو انساني غریزو ، عدالت ، زړه سوي څخه خبر دي دا سې فاسدین باید یوې شرعي محکمې ته واستول شي !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x