لیکنېنظــر

متحد قطر؛ او درې ژبی کابل!

استاد محمد زمان مزمل

د طالب د سیاسي لنډو سوابقو په اړه چې هغوی پکې له امریکا سره په مذاکراتو کې ښه وځلیدل ددې یوه لویه فیصدي د طالبانو د عقل او منطق په حساب کیدای شي، ولې په همدغه پیمانه په تېرو مذاکراتو کې د طالب وړنې او لاسته راوړنې ډیری د متحد قطر فلسفه تر شا لري.

طالب پرون پخپل وحدت افغاني ډلې په سالنګ واړولې او بیا یې په دویم جنګ کې خپل وحدت وساته او ناټو او امریکا یې مذاکراتو ته اړ کړل او په مذاکراتو کې هم د تړون د امضاء شاته د هغوی د سخت دریځۍ تر څنګ د هغوی د ژبې یووالي لوی اغیز وه.

همداسې په پاتې پړاو کې چې طالب افغاني مذاکراتو ته ځي او له درې ژبي کابل سره مخامخ کیږي، ایا دا ځل به هم طالب په سیاسي اینډه کې ښه وځلیږي؟ دا پکې د سوال او ژورتابه ځای ده.

کابل د سولې په رابطه درې ژبې لري:
اول: د ارګ او هغه دا چې ډاګټر اشرف غني د اجنډا په هره فقره شپږ شپږ میاشتې وخت تېر کړي او د خپل جمهوریت په دریمه برخه کې ځان یوه سیاسي حل ته چې طالب به یې پوره ستړی کړی وي برابر کړي.

دویم: د مطرح سیاسي ډلو او که مشخص یې ووایم د شمال د اتحاد زٰړه لوبغاړي دي چې د هغوی په سوچ کې هماغه د هغوی قومي سیاسي ونډې دي او څومره چې اشرف غني له طالبانو سره لاس او ګریوان وي هغوی پکې د خپلو برخو او یا سیاسي حل لپاره په هماغه زٰړه رسم ښه چانسونه لټوی شي د هغوی له نظره هر حل باید په یوه داسې قومي توازن او ویش کې راشي چې د هغوی ګټلي پکې صدمه ونه ویني.

د شمال د اتحاد ملګرو خپله دغه تجربه تر دې دمه درې ځلې تحمیل کړه ،ولې طالب مشران باید دا ځل دا تقسیم په داسې یو ملي چوکاټ کې تنظیم کړي چې د قومي توازن خبره پکې د سیاسي ډلو د مردارې لوبې نه بهر کړي، قومونه اقلیتونه ددې ملک طبیعي برخه ده حقوق یې او مقام یې باید یو عزتمند حل پیدا کړي، ولې دا چې اشخاص پرې او بیا د شخصي ګټو لوبغاړي پرې پانګونې کوي دا ملت نور ددې مردارې لوبې نه ایستل پکار دي.

دریم: ولسي او ملي موج چې د سولې لپاره په کابل او ولایاتو کې پیل شوی دا خپله ژبه لري، طالب مشرانو ته بلکې د ارګ مشرانو ته هم پکار دي چې د ولسي او ملي غږ او غوښتنو سره روان مذاکرات داسې پیوند کړي چې د ټیټو معاملګریو پکې مخه ونیول شي.

ولس د طالب رښتینی راتګ غواړي او له طالب غواړي چې افغانستان په داسې یو مؤقت حکومت کې راونغاړي چې هلته هغه د همدغه مؤقت حکومت په فرصت کې د زٰړو سیاسي معاملګریو او د احزابو او اشخاصو په منځ کې د لاس په لاس ارګ افسانه ختمه کړي او د محاصره کونکو مافیاګرو ډلو قبضه، فساد او نظامي ګیرۍ ټولې ختمې کړي.

طالب مشران باید د مؤقت حکومت په وسیله ملت د ښې حکومتوالۍ په زٰړه تعبیر او یا له خپلو اصلاحاتو سره ودراوي، مذاکرات او بستر یې ټول اصلاحات په ځان کې نشي ځای کولی، د ښو اصلاحاتو ښه چانس مؤقت حکومت او ښه ملاتړ د درېمګړو او ولسي غږ سره تلل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

اول : د اشرف غنی اجنډا ناچله ده ، امریکا به د توافقنامی په اساس په ۱۴ میاشتو کی وزی او غنی پدی پوهیږی چی طالبانو ته بیا شپږ میاشتی هم ځان نسی ټینګولای . دویم : اسلامی نظام کی نه ډلبازی سته او نه قومی او ډلییز ویش ، په طالبانو کی ټوله قومونه ښه پوره ځان لیدلای سی . دریم : دا د سولی ولسی موج چی په کابل او ولایاتو کی پیل سویدی څپی یی ولی ډوبی دی ولی نه ښکاری . که سبا وی او که بل سبا که څوک خوښ وی او که نه وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx