ورزش

کرابین لیګ: محمد نبي په یوه لوبه کې «۵» لوبغاړي وسوځول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۹ل): د افغان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی محمد نبي د ويسټ انډيز په کرابين ليګ کې په يوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي چې په مسټر پريزيډنټ نړيوال شهرت لري د ایس ټي کیټس اینډ نیوس پیټریوټس لوبډلې پر وړاندې سيالۍ کې په ۴ اورونو کې د ۱۵ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی وار دی چې په شل اوريزو لوبو کې محمد نبي ۵ لوبغاړي سوځوي، دغه راز نوموړی د کرابين ليګ په تاريخ کې دريم لوبغاړی شو چې دغه ريکارډ په خپل نوم کوي.

له دې وړاندې ۳۵ کلن نبي د ياد ليګ په لومړيو دوه سياليو کې هم په غوره هر اړخيزه کارکردګۍ سره د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی چې په ننۍ سیالۍ کې یې د دریم وار لپاره دغه جایزه په خپل نوم کړه.

د محمد نبي سربېره په دغو سياليو کې مجيب ځدران، راشد خان او نجيب الله ځدران هم ښه ځليدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x