دیني، سیرت او تاریخ

د دین په پښو درولو لپاره د سیاسي فعالیتونو شرعي ځای او حدود

درېمه موضوع چې پدې لیکنه کې د حکیم الامت له لارښوونو یې وړاندې کوم داده، چې ایا د یوې سمې واکمنۍ د قیام او د غیراسلامي قدرتونو له شر څخه د دفاع لپاره پر مسلمانانو سیاسي فعالیت کول لازم او اړین دي؟ که اړتیا وي، نو دې فعالیتونو لپاره باید کومې پولې او حدود په پام کې ونیول شي؟

په دې اړه حکیم الامت یوه ځانګړې رساله د “الروضة الناظره فی المسائل الحاضره” په نوم لیکلې ده، چې په هغې کې یې په اصولي توګه د سیاسي فعالیتونو شرعي ځای واضح کړی او د خپل وخت د سیاسي حالاتو په اړه یې خپله رایه هم څرګنده کړې.

دغه رساله وړه، خو جامع او د محتوا له پلوه ګټوره ده. دا چې د اهل علم لپاره لیکل شوې ده، نو ځکه په کې له علمي اصطلاحاتو ډېره ګټه اخیستل شوې. حکیم الامت د دغې رسالې په یوه برخه کې لیکي:

“له مسلمانانو دفاع او له کفارو اسلامي دولتونه، چې په هغې كې خلافت، غیرخلافت، اسلامي واقعي واکمنۍ او اسلامي وهمي (یوازې په نوم) واکمنۍ په ځانګړې توګه سپېڅلي حرمین شریفین راځي، لرې ساتل پر ټولو مسلمانانو فرض ده. دا په شرایطو پورې تړلې ده، چې ځینې وخت به فرض عین وي او ځینې وخت به فرض کفایي وي، خو د هغې د فرض کېدو لپاره شرایط لازم دي، چې د فقهې په کتابونو کې یې یادونه شوې ده. له هغې ډلې یو هم توانمندي ده. له توانمندۍ څخه مراد لفظي توانمندي نده؛ بلکې شرعي توانمندي شرط ده، چې د پیغمبر (ص) په احادیثو کې یې بیان شوی:

(عن ابی سعید الخدری عن رسول الله (ص) قال: من رأی منكم منکرا فلیغیره بیده فان لم یستطع فبلسانه(1) )

څرګنده ده، چې توانمندي په ژبه تل شته؛ خو توانمندي په ځواک سره هغه وخت تحقق مومي، چې دا ګواښ شتون ونلري چې د هغې د عكس العمل پر وړاندې په قوی احتمال سره مقاومت ناشونی وي. همدا ډول بل شرط دادی، چې دغه دفاع د شر د زیاتوالي لامل ونه ګرځي. د بېلګې په ډول د کفارو پر ځاى نور کفار ځای ناستي نشي یا داسې واکمني منځ ته رانشي، چې له مسلمانانو او کفارو څخه په ګډه جوړه وي، دا ځکه چې ډېری وګړي د اخس (کفارو) تابع ګرځي.نو پدې حالت کې زیان اسلامي واکمنۍ ته رسېږي دا کار ښه ندی، ځكه “الشی اذا خلا عن الغایه انتفی”یعنې هركله چې یو شی له هدف څخه خالي وګرځي، نو خامخا هغه شی له منځه ځي. که چېرې دا ډول ګواښ شتون ولري،نو وجوب ساقطېږي.
د جواز په اړه باید یادونه وکړو، چې په شرایطو او اوضاع پورې دا تړلې؛ كیدای شي ځینې وخت جایز، ځینې وخت ناجایز او آن مستحب وي او د جواز معیار، نه جواز او استحباب په اجتهاد او رایه پورې اړه لري. له همدې امله پدې صورت کې د دوه ډوله اختلاف امکان شتون لري. یو علمي، چې له شرایطو سره سم د ځینو په نېزد جواز نلري او د ځینو په نېزد جواز لري یا مستحب دی او بل عملي دی، چې پر جواز یا استحباب سره له اتفاقه، یو د عدم وجوب پر بنسټ په رخصت عمل کوي او بل د استحباب پر بنسټ پر عزیمت عمل کوي. پدې وخت کې هیڅ ډله د بلې ډلې د پړ کولو حق نلري او که چېرې د تسلط په ځای کې مسلمانان وي، خو له کفارو سره د مسالمت رویه پر مخ بیایي؛ دې حالت ته د کفارو تسلط او غلبه ویلو کې د فکر کولو ځای شته(2)”.

لنډه دا چې که چېرې توانمندي شتون ولري او د لوی فساد احتمال نوي، نو د قیام لپاره فعالیتونه واجب دي؛ ځینې وخت علی العین او ځینې وخت علی الکفایه، خو که چېرې د لوی فساد احتمال وي یا دا چې لازمه توانمندي شتون ونلري، نو قیام واجب ندی، خو په بېلا بېلو حالاتو کې كیدای شي روا او مستحب وي او د هغې د پېژندلو لپاره هم کیدای شي چې د علماو رایې مخالفې وي، او دغه د رایو اختلاف که د اخلاص له مخې وي، نو نه کوم بد کار دی او نه کوم څوك د بل د پړ کولو حق لري.

دا چې د دین اصلي مقصد سیاست ندی، بلكې د دیانت په وسیله د څښتن (ج) د خوښۍ ترلاسه کول دي، لکه څنګه چې د لیكنې په لومړي سر کې د حکیم الامت په تورو په مفصله توګه بیان شول. پر همدې بنسټ باید هر ډول سیاسي فعالیت د شریعت په چوکاټ کې ترسره شي. سیاسي موخو ته د لاسرسي لپاره د دین د یو وړوکی حکم له لاسه ورکول یا سترګې پرې پټول هم روا ندي او دا اقدام هغه وخت شونی دی، چې سیاسي فعالان په اخلاص او د څښتن (ج) لپاره یوازې د حق دین د سرلوړۍ او د څښتن (ج) د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره فعالیت وکړي. او یوازې یې جاه جلال ته د تمې سترګې نوي او له نفسي غوښتنو سره سره وکولی شي ځان د شریعت تابع کړي؛ کنه نو سیاست داسې اغزنه لار ده، چې په هغې کې ګام پر ګام د نوم، شهرت او جاه جلال فتنه را ولاړېږي، د شیطان او نفس غوښتنې پر انسان یرغل راوړي او په ډېرو ځایونو کې هغه د نفس او شیطان د دغو هڅونو له امله د هغې مغلوب ګرځي او هماغه لاره غوره کوي، چې د نړۍ وګړي هم هغه تعقیبوي او په کرار کرار د هغه سیاست د اسلامي سیاست پر ځای د بې دینۍ او په سیكولر سیاست ګرځي.
————
1- مشکوة باب امر بالمعروف- رواه مسلم.
2-افادات اشرفیه در مسائل سیاسیه،ص 10.

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

پورته لیكنه زما د تازه ژباړلي کتاب “د حکیم الامت اشرف علي تهانوي سیاسي اند” برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظریفی

دایوه داسي لیکنه ده چي کوښښ پکي شوی چي باید علی الاعلان دجهاد نوم وانه خیستل شي لکه داعش او دپاکستاني طالبانو تحریک چي په ښکاره دجهاد ږغ کوي نو تقي صاجب دتهانوي صاحب په حواله لیکي چي ګواکي تاسو اوس وس او طاقت نه لرۍ نو باید دجهاد ږغ هم ونه کړل شی که خدای وس را کړ بیا به یې ګورو خو دا ټکی ورڅخه هیر شوی چي که کافران پر یوه اسلامي ملک یرغل وکړي نو پر مسلمانانو یې جهاد فرض عین دۍ او که یې لاهم دفع ونه کولای شوه نو یې پر ګاونډیانو فرض دۍ… نور لوستل »

دانش

له ظریفی ورور څخه پوښتنه ایا تاسو خبر یاست داعیس څوک دی ؟ ایا همدا جهاد شو؟ داعیش تر اوسه پوری د امریکا یوه د فشار اله ده چه د نفتو د اوژدی مودی د قراردادون لپاره استفاده کوی کنه ژر به خبر شی په عین شکل طالیب د افغانستان او مرکزی اسیا لپاره یو ویرونکی غیر قانونی ګواښ ده چه مستقیما د امریکا لخوا د سی ایی ای په نقشه د پاکستانی لاسپوڅو په ذریعه دا فشار اله چلول کیزی او هدف یی داسی امنیتی تړون ده چه مادی یی روښانه نه وی او دوی وکړای شی افغانستان د… نور لوستل »

غوربندي

دانش صیب تاسو ته سلامونه او احترام روژه مو بختوره او قبوله شه محترما دا چی تاسو خپل حجم په کابل کې مستقر کړی ده کیدای شی ستاسو روا مجبوریت وي په زرګونو داسی خلک شته چی همداسی مجبوریت لري خو دا پر دی معنی نه چی د خپل موجودیت د ښه توجیه لپاره افغان شموله مقدس مقاومت تر پوښتنی لاندی ونیسی د کابل اداره د اشغالګرو د دبارلس کلنو قربانیو لاسته راوړنه ده ددی اداری له منځه وړل او له ریښو څخه ویستل د هر افغان دیني وجیبه ده تاسو متاسفانه د یوی داسی نجسی او شریری اداری دفاع… نور لوستل »

دانش

محترم ورور غوربندی صیب بعد له ډیره وخته وعلیکم السلام ورحمته الله الله ج د ټولو مسلمانانو روژی قبولی او ددی مبارکی میاشت له برکته زمونږ ډیر زیات ګناهونه معاف کړی ګرانه وروره زر ځله می تکرار کړه په کابل کشی نه یم او سل ځله می تکرار کړه کابل زما او ستا ده او پنځوس ځله می تکرار کړه چه مسلمانی تنها وژلو ټکولو تړولو رټلو مانا نلری مسلمان زما په نزد د نړۍ ستر هوشیار پوهه او انسان فطرته هستی ده دا یوه خبره را سره ومنه چه الله ج اولین ایت داسی نازل کړیده چه اقرا باسم… نور لوستل »

حمدالله صابر

الله تبارک وتعالی فرمایي : ( كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (216) پرتاسي جنګ فرض کړاي شوي دۍ که څه هم تاسي یي نه خوښوي او شاید تاسي یوشي بد و ګڼي خو هغه به ستاسي لپاره غوره وي او شاید تاسي یو څيز خوښ کړي خوهغه به ستاسي لپاره بد وي الله پاک ښه پوهیږي او تاسو نه پوهیږي . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یادونه : د افغانستان د اوسنی په نوم ملی اوردو په نوم ملي پولیس د دی وژل بیځایه… نور لوستل »

دانش

صابر صیب احترامات کوم جهاد؟ له جهاده معمولی کرکه یا نه خوشول گناه نه بلکه شرک ده جنابه ایا جهاد دی ته وایی چه د کفارو د مادی او معنوی اهدافو لپاره وجنگیزه؟ ایت شریف مو لیکلی خو دهغه په سمه ترجمه هم نه پوهیزی جناب الله ج داسی فرمایلی چه بس وجنگیزه او دا مگوره چه چاته چیرته او د څه لپاره وجنګیژه ؟ جنابه له اسلامی احکامو څخه قومی یا بل هر وضعی اصول یا قانون ته ترجیح ورکول شرک ده کفر ده هیڅ چا د قوم پرستی دعوت ندی درکړی بلکه دا در ته وایو چه کفار… نور لوستل »

حمدالله صابر

ښه تعصب خو هم همدومره وي چي جهاد ته فساد وایي اوس چی کوم ځونان د امریکایی اشغالګرو سره جنګیږي او په شهادت رسیږي دغه شهیدان نه درته ښکاري ؟ دا د یو هدف لپاره چي اسلامي نظام را وستل دي نه درته ښکاري ؟ که دالله تعالي د رضا او د اعلاءکلمة الله د پاره نه چنګیږي بیا شهیدان ورته ویلی شو ؟ اوس په افغانستان کي جهاد فرض عین ده کنا ؟ که اوس جهاد فرض عین بولي وه یي کړم کنا ؟ که فرض عین جهاد کوم او مخ ته شته خنډونه لري کړم کنا ؟ یوه… نور لوستل »

شهید شهید

غوربندی صاحب او صابر صاحب السلام علیکم : داسی وخت راغلی چه مسلمان او کافر ، دوست او دشمن ټول په یوه شوری کی سره ناست وی د شوری د غړی په حیثیت چه د نظر او رایوی مساوی حقوق لری ، دا ځکه چه نومونه یی د مایکل ، سمیټ ، ډیوید نه دی او نه یی په اخره کی اووف ورسره دی چه سړی پکی نر اوښځه معلوم کړی او نه یی قواری او نه یی شقیقی او نه یی دا معلومیږی چه ږیر خریلی او که اروپايی ږیری لری . د بلی خوا انتر نت د هر… نور لوستل »

دانش

اووووووف صابیر وروره بیا هم »ه خپل نظر ټینګ ولاړ یییییییی ما په څو ټکو کښی در ته واضحه کړه چه هر هغه جهاد چه په منظمه مستقله اسلامی او ملی سالمه طرحه ولاړ نه وی تر فساد بد تره ده . څوک وایی جهاد نه دی فرض ؟ تا پورته زما لیکنه سمه ندی لوستی ، زه او په سلهاوو نور ورڼه مسلسل جنګیژو د اشغال پر ضد – د فساد پر ضد – د کفر پر ضد – شرک پر ضد چه ډیر وخت هم د اسلامی امارت سره وو خو دا چه سره له دی چه دری… نور لوستل »

حمدالله صابر

دانش صیب ! د افغانستان اسلامی امارت دریځ نه چاپ شوي کتاب که مو نوي لیدلی وه یي ګوري د افغانستان اسلامی امارت خپله لایحه لری د جلب جذب کمیسیون لري . مکتبونه شاکردان وژل دي باره هم داسلامی امارت اعلامیه وګوه دا کار د افغمانستان اسلامی امارت په کلکه ردوي دت د کفارو او د هغوي د غلامانو تش شعارونه دي تل په ګن میشته سیمه کی د امریکایانو خفیه جاسوسانو بمونه خلاص کړی او ګڼ شمیر هیواد وال یی په شهادت رسولی او بیا یي پړه پر طالبانو ور اچولي ده او ځينو ستاسو غوندي کسانو بیا دیته… نور لوستل »

غوربندي

دانش صیب تاسو ته سلامونه او احترام ستاسو خبرې نوې نه دي زما سره هیڅ داسی ثبوت نشته چې تاسو به له امریکایانو سره کار کوی نو پس دا شک هم نه درباندې کوم مګر دا چې تاسو یی تسلیم کړی خو که تاسو د امریکایانو تر څنګ ولاړو تش په نوم بچه-هر کس اخوانیانو او د جنایتکارې ټلوالې له مجاهد نماوو لنډغرو مشرانو سره خواله وکړی نو کټ مټ ستاسو دلایل وړاندې کوي هغوی کله هم دا نه وایي چی امریکایانو کافران نه دي، اشغالګران نه دي او وطن یی اشغال کړی نه ده خو تر څنګ یی د… نور لوستل »

حمدالله صابر

غوربندي صیب ! ګرانه ډیر حقیقت دی ویلي ده خو مني یي په چا په دغو تعصب ګرو یخو يي مني که ومني

جمیل فولاد

غوربندی صیب صابرصیب اوټولومملګروته السلام علیکم وای که پوزپریکړی شرم درلودای دچړی نوم به ئی په خوله هم نه وواخستی نادانشه په تګلارواوطرحوخوتاسوبایدهیڅ بحث ونکړی پرون موطرحه جوړه کړی وه چه داشغال ترسیوری لاندی په افغانستان کی انتخابات هیڅ مشروعیت نلری نن موپه وازه خوله له هلال څخه حمایت وکړپرون موداربکیانوپدیده امریکائی دسیسه بلله نن مودشلګرله اربکیانوسره سمه دمه نظامی مرسته وکړه شک نشته چه دافغانستان په روان اشغال کی درسۍ سرله امریکایانوسره ده ګوډاګۍاداره هسی یوه نانځکه ده اوامریکایان هم پوهیږی چه دمقامت سرخیل اسلامی امارت ده نوځکه اسلامی امارت هم مذاکرات له امریکایانوسره پیل کړل تاسومبارکانوطرحه جوړه کړه… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x