لیکنېنظــر

که سوله و نه شي څه به وشي؟

محمد اسماعيل يون

د امریکا د جمهوري ریاست  ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې زماني واټن پاتې دی، یاده موده کې جمهورییس ټرمپ په افغانستان کې د سولې له موضوع او د خپلو عسکرو له خوندي وتلو سره خاصه لېوالتیا لري ، چې هلته خپلو خلکو ته د سولې یو څرګند تصویر او د خپلو عسکرو د مسولانه وتلو  یوه لاسته راوړنه وړاندې او په دې ډول په ټاکنو کې خپلې بریا ته لاره اواره کړي.

اوس نو اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت دوو مخالفو جوړښتونو ته په کار دي چې په همدې موده کې داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې هم د دوی عزت او غوښتې په کې تر یوه بریده خوندي شي او هم دا ډول جوړجاړی له نړیوال تضمین او د اقتصادي مرستو له ملاتړ څخه برخمن شي.

په امریکا کې تر ټاکنو وروسته د ټرمپ د بریالیتوب او ناکامۍ په دواړو حالاتو کې د هغه او هم د هغه د مخالفینو  د لېوالتیا کچه تر اوسني حالته څو ځله راټیټېږي او ان د بې تفاوتۍ کچې ته ځي. که امریکایان دلته د هر عامل له وجې د داخلي سولې او د یو پراخبنسټه حکومت تر جوړېدو وړاندې ووځي ، نو افغانستان به یو ځل بیا د نوییمو کلونو جګړو ته ستون شي.

امریکا به د پخواني شوروي دریځ خپل کړي، ډاکټر غني احمدزی به د ډاکټر نجیب احمدزي پر برخیلک اخته شي ، طالبان به به تر ډېره حده د اسلامي حزب په رول کې واقع شي ، پر حکومت به یو ځل بیا د اسلامي جمعیت او د هغو د موتلیفو ډلو له خوا کودتا وشي ، امرالله صالح به د عبدالحمید محتاط او فرید مزدک رول ترسره کړي. اسداله خالد به د جنرال رفیع  او پکتین  په رول کې واقع شي او هېواد  به یو ځل بیا کورنیو او نیابتي جګړو ته را کاږل شي، د ګاونډیانو په تېره بیا د ایران ، پاکستان ، روسیې او نورو لرې او نږدې هېوادونو نیابتي جنګیالي به یو ځل بیا سره پر جګړو اخته شي.

په دې ډول به په تېرو شلو کلونو کې چې کومې پرمختیاوې رامنځته شوي ، هغه به یو ځل بیا له خاورو سره برابرې شي او خلک به بیا هم ان د اوسني نیمګړي حکومت په ارمان شي.

د اوسنۍ وضعې دوام چې هره ورځ  موږ څخه د سوونو ځوانانو قرباني اخلي ، هم د زغم وړ نه دی او د حکومت انقلابي سقوط بیا بله غمیزه ده چې موږ یو ځل مخکې هم تجربه کړې ده او دا ځل یې بیا جوړونه د اوسنیو سیاستوالوافغانانو په وس هم پوره نه ښکاري.نو ټولو تېرو ترخو تجربو ته په کتو سره هر لوري ته په کار دي چې خپلې غوښتنې ټيټ او یا لږ تر لږه منځني حد ته را ټیټې کړي.

د سولې بهیر داسې نه وي چې د یو لوري  ټولې غوښتنې دې ومنل شي، یو څه به له لاسه ور کوې او یو څه به ترلاسه کوې. هیله ده چې مختلف او مخالف  افغاني لوري  دسولې او جرګې مرکې دغه عیني واقعیت او اصل په پام کې ونیسي ، سوله وکړي او تر دې زیات د ملت د ځورونې او کړونې سبب نه شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

نه داسی نده اوسنۍ طالب ځواک اوس تجربه اوواکداره دۍ پخوانۍ طالب دبیګانه وودلاس آله اوسخت بی تجربی اوبیعلمه وو،حکومتی بیګانه فرستان مخ پرشکست دی انشاءالله افغانستان مخ پراسلامی حکومت دۍ چه دافغانانود۹۹٪آرزووه لږوخت پاته دۍ انشاءالله پرافغانستان دکامیابۍ لمرراختونکۍ دۍ جنایت کاره دامریکاغولامان به محاکمه کیږی که هرڅونه خنډونه جوړکی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جمیل

لس کاله مخکی یو ژورنالست د افغانستان د جګړی د یو امریکایی بګیل تقاعد جنرال څخه وپوښتل چی څه کیږی چی تاسی ووزی او افغانان په خپلو کی سره پریږدی لکه روسانو چی پریښول او څو کاله وروسته نوی ستراتیږی جوړه کړی ؟ امریکایی ورته وویل اوس هغه حالت ندی او نه هم هغسی ډلبازی دی کله چی مونږ ووزو طالبان به پر ټوله هیواد کنټرول ټینګ کړی بیا مونږ څه نسو کولای . خو یون صیب تر بګیل امریکایی ډیر ناپوه دی او د افغانستان قضیه یی په امریکایی انتخاباتو پوری تړلی حال داچی په همدی جګړه کی څلور… نور لوستل »

غ.حضرت

تېره ورځ د سَرکَس یوه بله ننداره په فیسبوک کی تر سترګو سوه: په فراه کی ناست د ( ملا عبدالمنان نیازی) پنوم بل ډُول غاړی ته اچولی دی. نسته یو شهزاده کس چی پدې هکله لږ غوندی توضیحات وړاندی کړی؟ امّا د یون صاحب د لیکنی په هکله: دا به زموږ د هیواد د هر اړخیز حساس اهمیت په معنی وی چی د سرنوشت څرنګوالی ئې ددې یا هغه هیواد د جمهوری ریاست د ټاکنو سره مستقیم تړاؤ ولری ، دا د مسئلې یو مخ دی شاید بل مخ ئې ډېر پېچلی او مرموز او له ابهام څخه ډک… نور لوستل »

مجاهد

و ایی [ که خروار د روپی شی خره ته به لپه کی وی ]
کمونستانو روسان و لوشل او اخوانیانو عربان او غربیان ، مګر نشنلتسان ملنګان نه د دین او نه د تادین شول نه د روسانو او نه د امریکایالنو شول
له دی وروسته به د غفارخان بابا د لمسو او پشتین سره جندری کوی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx