افغانستان

امریکا: افغان دولت له «بچه بازۍ» د تګلارې په توګه استفاده کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان دولت له دې امله پړ بللی چې له «بچه بازۍ» څخه د تګلارې په توګه استفاده کوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار بنسټ(سیګار) په خپلو یو لړ تازه ټویټونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې د افغانستان دولت له هلکانو د جنسي استفادې(بچه بازۍ) او دولتي ادارو او د عسکرو په لیکو کې د کم عمره هلکانو استخدام او جنسي استفاده د یوې تګلارې له مخې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان دولت له دې امله هم پړ بللی چې تراوسه یې د بچه بازۍ او ماشوم عسکر او پولیس د ناوړه استخدام په هکله تردې دمه د پولیسو او پوځ کوم افسر نه دی محاکمه کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې د دولتي عسکرو په لیکو کې په هر ولایت کې کم عمره هلکان د بچه بازۍ لپاره استخدامیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال په کابل حکومت کې د بچه بازۍ تګلارې خپلولو له  امله نیوکه کوي، چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې د کشف یوه کارمندې فاطمه احمدي د خپلو لوړ پوړو مامورینو لخوا د جنسي ځورونې له امله له خپلې دندې استعفا کولو ته مجبوره شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

کله چې د ملي دفاع وزير تر ټولو لوی کونداده يا کونباخت وي نو مالومه خبره ده چې دا فوځ به اخلاقا مفسد وي.

غلام سخی بکواهی

نو ده دوی لوی هدف دیموکراسی ده او دیموکراسی کی خو هم جنس بازی جرم ندی بلکه یو امتیاز دی دوی کی خو ده یوه پلارنه پیدا سوی اولاد نسته دوی ازادی ته ده جامو ایستل فاحشه خانی او …معنا لری ده ازادی پ معنا نپوهیژی کاشکی یو سه وخت او ..درلودای چی بو مقاله می ده ازادی معنا او هدف معلوم سوی وایی

غ.حضرت

د افغانستان خلګ فعلاً د ټولو پیغمبرانو د ډول ډول امتیانو ( ښو او بدو ) یوه مجموعه ده چی هیله ده خاتمه ئې د خاتم الانبیاء ( ص ) د رښتینو امتیانو غوندی روښانه سی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x