سولې اړوند خبرونه

اتمر: د راتلونکې اوونۍ تر پایه پاتې طالب بندیان خلاصېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست «حنیف اتمر» وایي، حکومت د راتلونکې اوونۍ تر پایه پاتې طالب بندیان خلاصوي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د سولې له انسټيټیوټ سره په یوه تازه مرکه کې کړې.

اتمر ویلي «د طالبانو د وروستۍ ډلې بندیانو ازادي په دې معنی ده، چې  موږ به د راتلونکې اوونۍ تر پایه ۵۶۰۰ طالب بندیان خلاص کړي وي.»

اتمر ددې تر څنګ پر طالبانو د کړو ژمنو د عملي کېدو غږ کړی او له هغوی يې غوښتي، چې خلاص شوي بندیان يې د جګړو لیکو ته پرېنږدي.

نوموړي همدا راز د عبدالله عبدالله هغه څرګندونې تایید کړې، چې راتلونکې اوونۍ به د افغانانو خپلمنځي خبرې پيلېږي.

د اتمر له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته په هماغه پخواني دریځ ټینګار کړی او د بندیانو تر خلاصون یوه اوونۍ وروسته یې مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی.

شاهین ویلي «زموږ دریځ دا دی، چې که پاتې طالب بندیان خلاص شي موږ تیار یو چې د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړو، موږ تر دې وړاندې هم دا وخت اعلان کړی و او اوس یې بیا اعلانوو.»

نږدې پنځه سوه شاوخوا طالب بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ یې په دوحه کې پر خلاصون موافقه شوې؛ د طالبانو له لوري د سپارل شوي پنځه زره کسیز لست برخه وو، چې حکومت يې په دې وروستیو کې د خلاصون پروسه ځنډنۍ کړه.

حکومت کله د ځینو بهرنیو هیوادونو ملاحظات او کله بیا د طالبانو له بند څخه د کمانډو عسکرو او پيلوټانو نه خلاصون د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډ باله.

ورته مهال طالبانو بیا حکومت تورناوه، چې د «بهرنیانو په فرمایش» د پاتې طالب بندیانو د خلاصون مخه نیسي او غواړي بین الافغاني مذاکرات وځنډوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ټینګار کړی وو، که بندیان یې خلاص شي، دوی د یوې اوونۍ دننه مذاکراتو ته تیار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د لاسپوڅو بیغیرته حکومت دی. کله چی طالبان حملې کوی حکومت باید د دغو بندیانو څخه هر ورځ یو یو تن د علنی اعدام میدان ته کش او اعدام کړی. بله دا چی لدی ورسته باید هر طالب چی په جګړی کی نیول کیږی نباید زندان ته راوړل شی. د حکم په اساس باید ځای پر ځای اعدام شی پدی اساس بیا د طالب او حکومت تر منځ د جنګ کچه مساوی کیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx