افغانستان

کندهار: ماین چاودنې تر لسو زیات ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله تر لسو زیات ولسي وګړي وژل شوي.

یوې امنیتي سرچېنې رسنیو ته ویلي، چې د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند پټان خيلو سیمه کې د ملکي وګړو پر تونس ډوله موټر باندې چاودنه شوې، چې له امله یې دیارلس تنه عام وګړي وژل شوي.

ځایي امنیتي چارواکي هم پېښه تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

ورته مهال د کندهار د ولایتي شورا غړی «نعمت الله شیردلی» وايي، چاودنه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند کاریز او پټان خیلو سیمو تر منځ شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي.

که څه هم د چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د سړک غاړې ماین چاودنو د ملکي تلفاتو کچه په بې ساري ډول لوړه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانان احمدزي

د ملکي تلفاتو او د داسې پيښو مسؤل واضح ده چې طالبان (پنجابيان) دي که دلته یې څوک د‌ عدالت ميز ته نه را کاږي خو د خدای ج له محکمې څخه هيڅکله نشي خلاصيدلای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x