افغانستان

بغلان کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې ۱۵ تنه دولتي عسکر او پولیس د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبر خپرولو سره ویلي، چې تسلیم شوو دولتي عسکرو او پولیسو ته د «دعوت او ارشاد کمیسیون» مسئولینو لخوا هرکلی ویل شوی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، تیره میاشت هم شاوخوا ۸۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx