افغانستان

بامیانو کې یو زده کوونکي ځان وژنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په بامیانو ولایت کې د یو زده کوونکي د ځان  وژنې خبر ورکوي.

د بامیانو ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمدموسی امامي پرته له دې چې ددغه زده کوونکي نوم واخلي، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن د جمعې په سهار د بامیانو ولایت مرکز «ګنبدک» کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې یو زده کوونکي خپل ځان په دار راځړولی او وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې ځان وژونکی زده کوونکی ۱۹ کلن او د ۱۲ ټولګي زده  کوونکی ؤ.

د امامي په خبره تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو په دې تړاو څیړنې پيل شوي دي.

د ځان وژنې پدیده که څه هم په افغانستان کې ډیر لږه تر سترګو کیږي؛ خو د هېواد په ځینو هغو سیمو کې شیعه اقلیت ژوند کوي او له ګاونډي هېواد ایران سره راشه درشه لري، د ایراني ځوانانو په تقلید وخت ناوخته ځینې کسان د کورنیو، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په وجه په ځان وژنې لاس پورې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx