افغانستان

زابل کې د ماین چاودنې له امله ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ۵ ملکیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د شاجوی ولسوالۍ په «پښ کندي» سیمه کې د ملکي خلکو پر یوې نقلیه وسیلې د بمي چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل سلام سیال نن د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، د ملکي خلکو یو موټر له کلي نه بازار ته روان ؤ، چې د سړک غاړې ماین ورباندې چاودنه کړې.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx