افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني د فرانسې له ولسمشر سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د فرانسې له ولسمشر «امانویل مکرون» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغان سولې اړوندو مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو د دوام په اړه خبرې وکړې او په مهال یې د  فرانسې ولسمشر د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ «همدا راز د فرانسې جمهوررئیس د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ وې ویل، د افغانستان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي دي او اوس باید طالبان د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.»

د خبرپاڼې په بنسټ، دواړه لوري د طالب او د ولتي بندیانو د تبادلې په اړه هم وغږېدل.

دغه خبرې داسې مهال دي، چې د کابل حکومت له اوږده ځنډ وروسته بالاخره  د روانې اوونۍ تر پایه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون ژمنه وکړه.

تر دې وړاندې د فرانسې او اسټرالیا په ګډون یو شمېر بهرنیو هیوادونو د ځينو طالب بندیانو د خلاصون په تړاو ملاحظات درلودل او له حکومت یې هیله درلوده چې یاد بندیان ازاد نه کړي.

فرانسې ټینګار کاوه، چې ددوی د اتباعو په وژلو کې ښکېل یو شمېر کسان باید د طالب بندیانو په لست کې خلاص نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه

يا الله توبه،
او الله د مردار کړه ديهودو د نصارا د غويو پرستو خُلص دا چه هيڅ کومه دروازه د پرينښوده پرته د الله د درګاه، وه خبيثه انشالله چه دا تولی دجالي دروازی به دی هم پر مردار مخ بند شی او مردار سر به دی د نجيب ګو په سير په چهارراهي ځوړند سي.
انشالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx