تلویزون: د اسرائیل ولس مشر په اصل کې سوډانی دی، او اصلي نوم يې عطا الله دی

 

نن ټکی آسیا: د اسرائیل ولس مشر نتنیاهو په اصل کې سوډانی دی، او اصلي نوم يې عطا الله دی.

د اسرائیل یو تلویزوني شبکې وویل چي نتنیاهو چي اوس د اسرائیل ولس مشر دی، د سوډان په شمالي سیمه د حالوف په ښار کې په کال ۱۹۴۹ کې زیږیدلی.

او اصلي نوم يې عطا الله عبد الرحمن شاؤول دی.

په خبر کې راغلي چي اوس هم نتنیاهو ډیر داسي قریبان لري، چي پوستکي تور دی.

د هغه کورنۍ د سوډان د پیسه دارو خلکو څخه وه، او زیاتي ځمکي او تجارتونه يې درلودل.

هغوی په خاصه توګه د وارداتو او صادراتو په تجارت کې خورا لوی نوم درلود.

خو کله چي په سوډان کې جعفر النمیري ولس مشر سو، نو دده کورنۍ د سوډان څخه اسرائیل ته هجرت وکړ، او ځینو يې امریکا ته هجرت وکړ.

د تلویزون په وینا نتنیاهو به همیشه غوښتل چي د خپلي ځوانۍ په وخت کې خپل اصل پټ وساتي، او کله چي په اسرائيلي فوځ کې وټاکل شو، نو دا خبره يې پټه ول چي دده ښه عربي زده ده.

او زیاته کړې، چي نتنیاهو د پنځلس کلنۍ په عمر کې اسرائیل ته هجرت کړی وو، او کله چي اسرائیل ته راغلی، نو خپل نوم يې د عطا الله څخه بنیامین نتنیاهو ته بدل کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د