لیکنېنظــر

د بین الافغاني مذاکراتو نامعلوم برخلیک

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی

سره له دې چې تر بل هروخت  ډیر بین الافغاني مذاکراتو ته هیلې او هڅې زیاتې شوې خو لا هم د یادو مذاکراتو د پیليدو څرک نه تر سترګو کیږي.

بین الافغاني مذاکرات وروسته تر هغه ټکني شول چې ښاغلي غني د خپلې راغوښتلې لويې حرګې او صادر کړي رسمي فرمان د پریکړې برخلاف د څلورسوه طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه نوې پلمې ولټولې.

ښاغلي غني په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه مقاله ولیکله او په هغې کې یې یاد بندیان داسې خطرناک کسان وبلل چې د ده په باور یې خوشي کول آن د واشنګټن او لندن لپاره سرخوږی جوړولای شي.

د غني د پلمو لټولو لامل څه دی؟!
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون له ټول بهیر څخه کابل حکومت څنګ ته پاتې کړل شو.
طالبانو خو له پیله هغه د یوه قانوني حکومت په حیث نه پیژاند ، خو له طالبانو سره د سولې تړون په بهیر کې امریکایانو هم ور سره داسې چلند وکړ چې د طالبانو اصطلاح ( کابل ادارې) ته یې مصداقیت ور وباښه.

که امریکایانو ریښتیا د ښاغلي غني حکومت د افغانستان د یوه قانوني حکومت په توګه پیژندلای نو خامخا به یې هغه د افغانستان په اړه د یوه برخلیک ټاکونکي بهیر ( سولې تړون) په ماجرا کې دخیل کړی و.

امریکایان د خپل مغرور او مستبد مزاج له مخې هغه څوک دي چې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر له پیښې وروسته یې ټولې نړۍ ته کرښه راکاږله چې په اصطلاح ترهګري سره د مبارزې په لیکه کې به یا له مونږ او یا زمونږ له مخالفینو سره دریږئ ، خو په افغانستان کې د  مقابلې تر بایللو وروسته یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د انګلستان غوندې مهم متحد چې د دوی تر قوماندې لاندې یې په افغانستان / هلمند کې تر ۴۵۰ زیات برتانوي پوځیان له لاسه ورکړي هم صرف نظر او کم ترکمه د هغوی نظر قدري یې هم نه و پوښت.

د کابل حکومت چې پر افغانستان د امریکايي اشغال لومړی پیداوار او په اصطلاح له ترهګري سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ځان د واشنګټن اصلي متحد بولي امریکایانو د نورو متحدینو په څیر له طالبانو سره د سولې تړون له هرډول خبرو څخه څپ واهه.

د امریکا تر مشرۍ لاندې جوړشوي ایتلاف پوره ۱۹کاله له طالبانو سره سخته پوځي مقابله وکړه خو طالبان یې مات نه کړای شول.

د طالبانو حیرانوونکي مقاومت او په مقابل کې د دغه ځواکمن پوځي ایتلاف ناکامي بالآخره امریکایان مجبور کړل چې له طالبانو سره د مقابلې په ځای د مصالحې لاره غوره او په دې سره خپلو ځواکونو ته له افغانستان څخه د پرشاتګ لاره پرانیزي.

د دې لپاره امریکایانو د نیږدي یوه کال په ترڅ کې له طالبانو سره یولس پړاویزه مذاکراتي غونډې وکړې.

دغه ټولې غونډې امریکایانو په داسې یواځیتوب کې وکړي چې د افغانستان په جګړه کې د ښکیل پوځي ایتلاف نه هیڅ کوم استازي ورکې برخه لرله او نه یې هم له طالبانو سره د سولې په تړاو د هغوی نظر واخیست.

کابل حکومت که څه هم چې د امریکایانو په ملاتړ کې یې یواځې د ښاغلي غني په تیر پنځه کلنه دوره کې څلویښت زره عسکر قرباني کړل مګر امریکا له طالبانو سره د سولې په تړون کې هغه هم داسې بي اعتناء پریښود.

خو دا چې ارګ د افغانستان په قضیه کې د امریکا تر نورو جنګي متحدینو د ډیرې ښکیلتیا ادعاء لري نو که هر څومره د امریکایانو لخوا صرف نظرکیږي خو دوی په هرممکن ډول چې وي غواړي د سولې په تړون کې ځان مؤثر وښيي.

د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پروسه یواځینۍ وسیله ده چې ارګ غواړي د هغې له لارې خپل مطرحیت ښکاره کړي.

هماغه ده چې دوی هم دا وسیله ټینګه کړې او د هغې په ځنډولو سره یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون له خنډ سره مخ کړی.

د بندیانو په خلاصولو کې ارګ څومره صلاحیت لري؟

د ارګ له لوري د پاتي یو محدود شمیر طالب بندیانو په ځنډولو سره ظاهرا  دا جوتیږي چې کابل د واشنګټن داسې متحد دی چې په رول یې باید سترګې پټې نه شي؛ ځکه که هغوی د افغانستان په قضیه کې مؤثریت نه درلودلای نو باید اوس د سولې تړون دوه نور مراحل ( د بندیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکرات) شپږ میاشتې نه وای ځنډیدلي.

خو که خپله د بندیانو د خلاصون متعددو مرحلو او د هغوی په اړه د ارګ مشر ښاغلي غني بدلیدونکو مواقفو ته وکتل شي دا تري واضح ښکاری چې ارګ په یاده پروسه کې نه کوم مؤثریت لري او نه هم صلاحیت.

ځکه ښاغلي غني د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه په خپل لومړي موقف کې دا اعلان وکړ چې دی هیڅ کله تیار نه دی چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د شوي تړون له مخې ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص کړي.

د ښاغلي غني په باور د سولې تړون د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوی ځکه یې پریکړې هم د ده په حکومت پوري تړاو نه لري.

خو له خپل دې اعلان یوه ورځ وروسته کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د بندیانو د خوشي کولو په اړه تلیفوني دستور ورکړ سمدستي یې د یو زر بندیانو د خلاصیدو فرمان صادر کړ او دا لړۍ تر هغو وغزیده چې د ۵۰۰۰ بندیانو له جملې څخه یې ۴۶۸۰ بندیان ټول پري خوشي کړل.

که چیري واقعا هم ارګ د طالب بندیانو په خوشي کولو کې رول او صلاحیت درلودلی نو د ارګ میشتو موقف خو له لومړۍ ورځې معلوم و چې یو فرد به یې هم نه وه خوشی کړی.

د بندیانو خلاصون د چا لخوا او ولي ځنډول کیږي؟!
د بندیانو خلاصون په واقعیت کې د سولې تړون د بعدي مراحلو د پلي کولو لپاره اساسي مقدمه ده.

طالب ویاندویان په مکرر ډول وايي چې د لیست مطابق د ۵۰۰۰ طالب بندیانو تر خلاصیدو سمدستي وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلوي.

امریکایان د سولې تړون د هوکړې له مخې قانونا ملزم دي چې له طالبانو سره کړی تړون د هغه د مندرجاتو مطابق پلی کړی.

خو دلته دا خبره امریکایانو ته واضحه شوې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به هم طالبان د هغه برلاسي پوځي مؤثریت له مخې موقف ګیري کوي کوم چې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ځواکمن ایتلاف په مقابل کې تر لاسه کړی.

چې په دې سره به په بین الافغاني مذاکراتو کې هم پر خپلو مشروعو غوښتنو داسې ټینګار کوي لکه څرنګه چې یې له امریکايي استازو سره د یولس پړاویزه مذاکراتو پرمهال درلود.

چې په دې سره به ځیني هغه مواد چې نه د افغانانو د ژوند پرمختګ ور پوری تړلی وی او نه یې په سولې او امنیت پوري موقوف وي ؛ بلکې تر هسي تیر ایستونکو مصطلحاتو لاندې صرف د بهرنیانو فرمایش او د هغوي د فرهنګي مصالحو خوندیتوب کوي له پامه غورځول کیږي.

امریکایانو د خپل پوځي اشغال او نړیوال پوځي ایتلاف په ترڅ کې ډیر کوښښ وکړ چې د طالبانو په ختمولو سره د هغوی د واکمني دیني او مذهبي اغیز ته هم د افغانانو په منځ کې د پای ټکی کیږدي.

خو له دین او عقیدې سره د افغانانو نه شلیدونکی تړاو  او له طالبانو څخه د هغوی ملي حمایت د دې لامل شو چې طالبان پر یرغلګرو بهرنیانو بریالي او د افغانستان پر ټولنیز چاپیریال یې د مذهبي واکمنۍ اغیز هم حاکم پاتي شي.

دغه عیني واقعیت که څه هم چې امریکایان ، د هغوی نړیوال ایتلافیان او د هغوی داخلي ملاتړي یې د یوه ترخه واقعیت په توګه مني خو په بین الافغاني مذاکراتو د طالب د برلاسي تفکر زغمل ورته ډیر ستوغ ښکاري.

امریکایان چې له یوې خوا یې له طالبانو سره د سولې تړون یو مجبوریت دی او باید تر راتلونکی نومبر پوري په دې اړه یوه ملموسه نتیجه تر لاسه کړي ؛ له بلې خوا غواړي په دې تړون کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د تړون د هوکړې په پلي کولو کې مشکل تراشي وکړي او په دې سره طالبان تر یو ډول سیاسي او تبلیغاتي فشار لاندې راولي.

ځکه دوي چې د یوه نړیوال ځواک په حیث له پوځي لارې پر طالبانو برلاسي نشول دا د خپل وجاهت لپاره یو شرموونکی عمل ګڼي او غواړي چې د دغسي مشکلاتو په ایجادولو سره کم ترکمه طالبان د خپل سیاسي تفوق تر اغیز لاندې وساتي.
هماغه ده هغه امریکایان کوم چې له یوې خوا یې خپله له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک او د هغه د پلي کیدو ژمنه کړې، او د نړیوال ایتلاف د یو زیات شمیر غړیو هیوادونو د دیپلوماتیکو چارواکو او ملګرو ملتونو د استازیو په مخ کې یې هغه لاسلیک کړ د مختلفو پلمو په ارائه کولو سره د هغه په پلي کولو کې ناغیړي کوي.

کله د ایتلاف غړی تحریکوي چې د خپلو وژل شویو ځواکونو په تور د بندي طالبانو پر خلاصون اعترض وکړي ، کله هم ملګري ملتونه لمسوي چې د طالبانو خلاف له بهرنیو جنګي ډلو سره د تعلق ساتلو راپورونه نشر کړي او کله یې هم خپله د پنټاګان چارواکي د طالبانو پر ضد د تړون د ژمنو خلاف څرګندونې کوي.

دا چې واشنګټن د طالبانو خلاف د پوځي ایتلاف د مشر تابه په حیث له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ له قانوني پلوه په ایتلاف کې ټول شامل هیوادونه نور پر یاد تړون او د هغه پر مندرجاتو د اعتراض او انتقاد حق نه لري.

ځکه په تړون کې د اعتراض وړ نقاط د افغانستان د جګړې د دوو اصلي اړخونو (طالبانو او امریکا ) د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د یولسو مذاکراتي غونډو په ترڅ کې په غور سره فیصله او طرفینو ورباندې توافق کړی.

حتی ارګ هم د قضیې د دوو اصلي لورو ( طالبان – امریکا) د هرځلې غونډې له جریان څخه خبرکړل شوی او ویاندویانو پر دې اعترف کړی چې د سولې تړون جریانات له دوي سره شریک شوی.

كه چیري د بندیانو په شمول د تړون په مندرجاتو کې واقعا هم د اعتراض وړ مواد وي نو ولي هغه مهال دا اعتراض و نه کړای شو چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون پر محتویاتو چنې وهل کیدې؟.

د بین الافغاني مذاکراتو له ځنډ څخه اصلي متضرر څوک دی؟!
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون له مخې د یاد تړون تر لاسلیک کیدو لس ورځې وروسته باید د ۵۰۰۰ طالب بندیانو تر خلاصیدو وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای.
خو ښاغلي غني د مختلفو پلمو په جوړولو سره دا پروسه پوره شپږ میاشتې وځنډوله چې په دې موده کې په زرګونو ولسي افغانان او همدا راز د جګړې ښکیل ځواکونه ووژل شول.

حتی خپله ښاغلي غني اعتراف کوي چې د سولې له تړون را وروسته یې په یاده موده کې لس زره امنیتي عسکر وژل شوي.

که دا مذاکرات نور هم هرڅومره ځنډول کیږي په هغومره پیمانه به ورسره ولسي او د ښکیلو لورو پوځي تلفات هم زیاتیږی او اخلاقي پړه به یې پر هغه چا وي څوک چې د مذاکراتو په مخ کې خنډونه ایجادوي.

اسلام آباد ته د پاکستان په رسمي بلنه د طالبانو د سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي راتګ د ځینو شنونکو په باور په بین الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان د موثریت لامل تلقي شو.

خو که واقعیت ته وکتل شي په بین الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان په شمول د بل هر بهرني لوري موثریت او مداخلې ته هغه څوک زمینه مساعده وي څوک چې د یادو مذاکراتو د ترسره کولو لپاره پلمې جوړوي.

ځکه د بین الافغاني مذاکراتو ځنډول د دې معنا لري چې افغانان د بهرنیانو له دخالت او وصایت پرته په خپل منځ کې د تفاهم او خبرو وړتیا نه لري.

نتیجه:
که نور هم په هر نوم او پلمه سره بین الافغاني مذاکرات ځنډول کیږي د افغانانو ترمنځ خپل منځي اعتماد متضرر کوي او د بهرنیانو مداخلې او وصایت ته لار پرانیزي.

او کوم افغاني مذاکرات چې د بهرنیانو په وساطت ، دخالت او وصایت سره ترسره شي هغه هیڅکله هم د افغانانو درد نشي دوا کولای.

د ارګ فاسد او بیواکه چارواکي چې اوس د ټول ولس په باور د خپلې فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې خنډونه ایجادوي ، پر دې باید پوه شي چې دا کار د افغان ولس د ملي مصالحو ضد عمل او ډیرې بدې پایلې له ځان سره لرلی شي.

هغوی باید دا شعور ولري چې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او خبرو دغه فرصت چې نن مهیأ شوی باید له هغه څخه په خپل وخت استفاده وشي او په هیڅ قیمت له لاسه ور نکړل شي ، که دوی یې د سبوتاژ کولو هڅه کوي سبا به حتما د دغه ملي خیانت په جرم د ولس او تاریخ تر محاکمې لاندې راځي او بیا به د هیڅ ترحم وړ نه وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx