افغانستان

کرزی: د افغانستان د روان کړکیچ اصلي عاملین امریکایان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د روان کړکیچ اصلي عاملین امریکایان بللي دي.

حامد کرزي دا څرګندونې له العربیه تلویزیون سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکایانو په تیرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې سترې تیروتنې کړي، لیکن اوس هیله من دی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني مذاکرات کامیاب او یوې پایلې ته ورسیږي.

کرزي ویلي، چې امریکا په تیردو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د جګړې او ترور تګلاره پلې کړې ده.

هغه وايي: «د امریکا متحد ایالاتو په افغانستان کې ډیرې تیروتنې کړي، هغوی په افغانستان کې د جګړې او ترور پالیسې عملي کړې، د افغانستان کلیوالي سیمو ته ولاړل خلک یې بمبار او بندیان کړل، همدا چارې د افغانستان د اوسني کړکیچ بنیاد دی او امریکایانو سره زما د مخالفت اصلي لامل همدا ؤ.»

نوموړی زیاتوي، د خبرو د پیل لپاره باید دښمنۍ او بین الافغاني ستونزې له منځه یوړل شي، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

کرزي هیله مندي ښودلې چې اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نایاب چانس برابر شوی دی، هغه ډاډ څرګند کړی چې توفقنامه ترلاسه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Yes, but Kharzai should say it like this.

“DA RAWAN KARKECH AAMELEEN ZA AW AMRIKA YEO”

He should not remove his name from this list.

PA JAMA SPEEN AW PA ZARAH KHERAN MUNAFIQ

جمیل

هغه ظلمونه چی کفری اشغالګرو د غلام کرزی په غلامی کی وکړل د بشر په تاریخ کی نه وه سوی . دی مغرورو بیشرمو امریکایانو بیا په ډیر غرور او بی پروایی سره یی په میډیا کی هم ښوول (د ظلم پر سر بل ظلم) ، غلام کرزی دا نه لیدل او که لیدل یی خو خوند یی ځنی اخیستی . غلام کزری به همهغه غلام کرزی وی او د سختی سزاء مستحق به وی تر څو چی توبه ونه کاږی ، پر خپل خیانت اقرار ونه کړی او پښیمانی ونه ښیی . دCIA دا پوخ جاسوس به داسی ونکړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x